کور / تازه خبرونه / په يوه ترافيکي پېښه کي لسو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

په يوه ترافيکي پېښه کي لسو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

نن په زابل ولايت کي په يوه ترافيکي پېښه کي ١٠ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته . نوموړې پېښه د شاه جوى او قره باغو تر منځ رامنځ ته سوې ده چي پکښي يو تن مړ او نهه نور ژوبل سوي دي .
د زابل ولايت د والي وياند محمد جان رسوليار نوموړې پېښه تائيدوي او زياتوي چي په ژوبلو کسانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي .
ژوبل کسان د زابل ساحوي روغتون ته د درملني په موخه وړل سوي دي او د ډاکټرانو په وينا چي حالت يې د اندېښني وړ نه دئ.
د يادوني وړ ده چي دا لومړى ځل نه دئ چي په ياده سيمه کي ترافيکي پېښه رامنځ ته کېږي بلکي په تېرو ځو ورځو کي د اڅلورمه پېښه ده چي پر همدې لار رامنځ ته کېږي او سپرليو ته پکښي مرګ ژوبله اوړي.