کور / تازه خبرونه / د سپټمبر تر حملې ۹ کاله وروسته ۷۲ نور هډوکي پیدا سول

د سپټمبر تر حملې ۹ کاله وروسته ۷۲ نور هډوکي پیدا سول

ارت ټایمز د امریکایی ټلویزیونی شبکې ( اې بی سی نیوز ) په حواله خبر ورکوی چی پر نیویارک د سپټمبر د حملې څخه نهه کاله وروسته د « نړیوال سوداګریزه مرکز » په لوټو او خاورو کی ۷۲ نور انسانی هډوکي پیدا سول او دا د دغو خاورو او لوټو وروستۍ معاینه او کتنه وه . د څه کم درو زرو مقتولینو څخه د څه کم ۱۰۰۰ کسانو هویت به معلوم سی .
د سپټمبر د یوولسمی حمله په انسانی تاریخ کی هیڅ سارﺉ نه لری چی د نړۍ پر یوازینی ستر ځواک باندی دې دغسی ننداره ییزه حمله وسی . د نوموړې حملې څخه اوس تقریبأ ۹ کاله تیریږی خو د هغې د هر قرباني په بدل کی دوه نور امریکایی پوځیان ( په افغانستان او عراق کی ) وژل سوي او دا لړۍ اوس هم پایښت لری .