لر او بر ته د امریکایی جنرال مک کریسټل د ګوښه کېدو په هکله د طالبانو د ویاند قاری یوسف احمدی غبرګون را لیږل سوی چی متن یې په لاندی ډول دی :
دمکرسټل دانجام په هکله داسلامی امارت دویاندقاری محمد یوسف احمدی مطبوعاتي څرګندونې
داسلامي امارت ویاند قاری محمد یو سف احمدی په افغانستان کې داشغالګرو دعمو مي قومندان مکرسټل له دندې نه دګوښه کيدو په اړه رسنیوته ویلی ،چي دمکرسټل ګوښه کيدل دافغانستان دجګړې منطقي انجام دی ، هر څوک که په دې دنده ټاکل کيږی انجام به یې ځکه داوي چي دافغانستان خاوره او ولس هیڅکله هم دا اجازه نه ور کوی چي پردي دی پکې کا میابه شي دتاریخ په اوږ دوکې تر مکرسټل پیاوړی او تر او با ماتجربه کاره یر غلګرپه افغانستان کې په ګونډو سوي ځکه خو نن افغانستان دیرغلګروهدیره بلله کیږی .
احمدی زیاته کړه :دکرسټل ګوښه کيدل دهغه دڅرګندونوله امله نه، بلکي دالله تعالی غیبي نصرت ،دمظلومو افغانانو ازار او زموږ دشازلمیوقهر مانۍ او قر بانۍ ددښمن ټول ځواک په ګونډو کړی اوپه مجموع کې داوباما سترا تیژی ناکامه کړی ، خو او با ما دا هو ښیاری وکړه چي دناکا مۍ لاسونه یې په پوځ او په خاص ډول په مکرسټل پاک کړل او وار یې دمخه کړ،ترڅو په نړۍ او امریکا کې دخپل ځان او خپل ګوند حیثیت وساتي خودا هڅه به یې ځکه نتیجه ور نکړی چي دا اوږده جګړه چي دامریکا په تاریخ کې ساری نلری دزور اوجنرالانو د ادلون بدلون له لارې نه حل کیږی. مکرسټل او او با ما دزور ازمایلو او د پو ځو نو دزیاتولو ناکامه حر به استعمال کړه ،چي نن یې تر خې پایلې ویني او لا به یې وو یني انشا الله .
قاری یوسف دخپلو خبرو په او ږدو کې وویل، چي که امریکا او ناټو هر څومره ډیری ستراتیژۍ جوړی او ډیر جنرالان بدل را بدل کړی ،اخیر به دعالقدر امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد دې اصولی دریځ ته غاړه ږدی ( چي افغانستان دافغا نانو کور دی تر څو چي دافغانانو په خو ښه اسلامي او خپلواک حکومت نه وی را منځ ته شوی او ټولې بهرنۍ قواوې له افغانستان نه نه وی وتلي په افغانستان کې سوله نسی را تلای )
داسلامي امارت ویاند دخبرو په اخیر کې وویل دامریکا دا څو معلومي او ازمایل سوی څیرې، چي دا څو کاله یې دافغانستان ما مور یت ته اړوی را اړوی بې اثره دي ،جنرال پترویس به هم نتیجه ورنکړی ځکه چي نوموړی له دی نه مخکې په مرکزی قومندانۍ کې کار کاوه مشورې او فیصلې یې هغه وخت هم تر عمل لاندی وې ،خو کومه نتیجه یې ورنه کړه استعداد یې هم تر مکرسټل زیات ندی ، تیره اوونۍ دامریکادکانګریس د وکیلانو دپوښتنو دځوابولو په مهال دهغه بې سده کېدودهغه فزیکی وړتیا او زړه ورتیاهم تر سوال لاندی راوسته او تر ډیره حده یې نظامي رعب او دڅلورو ستورو حیثیت هم په عام ذهنیت کې را ولوید . کرسټل دافغانستان دقضیي اساسی حل او دولسونو غوښتنې درک نکړای سوې، دپوځونودایستلو پر ځای یې برعکس دپو ځو نو د ډیرولوپالیسی خپله کړه چي همدا یې تر ټولوناکامه هڅه وه چې حیثیت یې پکې بر باد سو .پیټروس هم که دامریکاحکومت دې ته هوادار نه کړی چي خپل پوځو نه له افغا نستان څخه وباسی نو انجام به یې تر مکرسټل هم بدتر وی او په افغانستان کې به داشغالګرو همدا منطقي انجام تکراریږی . احمدي وویل چي دالفتح ځواکمنو عملیاتوچي دامریکا (ددوی په اند) تر ټولو پياوړي جنرال په ګو نډو کړ اوس به دمشر تابه له لارښونو سره سم نوی او لاشدیدې مرحلې ته دا خلیږی او موږ یې پایلو ته لا زیات خو شبین یو.