ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې په افغانستان كې د امريكايي او ناټو ځواكونو په قومنده كې د بدلون خبر وركړې او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې جنرال پيټرايوس د جنرال مك كريسټال په ځاى پدې دنده ګمارل شوې دې.
ورځپاڼې ليكلي، چې دغه پريكړه د اوباما په مشرۍ په سپينه ماڼۍ كې له يوې مهمې دوه ساعته غونډې وروسته شوې.
ورځپاڼې په دوام كې د امريكايي چارواكو په حواله دا هم ليكلي، چې د قومندې له بدلون سره سره د افغانستان لپاره د امريكا په ستراتيژۍ كې به كوم بدلون رانشي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د ولسي جرګې د كار د دوام په اړه ځينې پوښتنې هم پورته كړي او ليكلي، چې د چنګاښ د مياشتې له لومړۍ نيټې وروسته ددې جرګې كار ناقانونه دې.
ورځپاڼې په دوام كې په اساسي قانون د څار د كمسيون د غړي قاضي ګل رحمان په حواله ليكلي، چې ددې جرګې د كار د دوام په اړه تراوسه پورې له دوى نه كومه غوښتنه نده شوې او كه وشي، نو يوه د حل لاره به ورته ومومي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې هم په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د قومندې د بدلون لپاره د امريكايي مشرانو په پريكړې بحث كړې او ليكلي، چې دا پريكړه د اوباما او جنرال مك كريسټال ترمنځ، چې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو قومندان وو د بندو دروازو ترشا له يوې غونډې وروسته شوې.
ورځپاڼې دې موضوع ته پخپله سرمقاله كې دوام وركړې او د جنرال مك كريسټال د ګوښه كولو پريكړه يوه حيرانوونكې او ورسره جوخت خواشينوونكې پريكړه بللې ده.
ورځپاڼې په دوام كې دا ويره څرګنده كړې، چې ممكن دا پريكړه په افغانستان كې د جنرال مك كريسټال لخوا د جوړې شوې ستراتيژۍ په پلې كولو كې ستونزې رامنځ ته كړي او پدې برخه كې شوي پرمختګونه ټكني كړي.
خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو په قومنده كې د بدلون په اړه پخپله تبصره كې ليكلي، چې جنرال مك كريسټال، چې اوس له خپلې دندې لرې شوې د افغانانو لپاره د باور وړ كس وو.
ورځپاڼې په دوام كې د نوموړي په اړه د افغان دولت تبصره هم راخستې او ليكلي، چې مك كريسټال په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو په ماموريت كې مهم بدلونونه راوستي وو.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا هڅه كړې، چې د جنرال مك كريسټال د ګوښه كولو اسباب بيا مومي او په عينې حال كې دا پوښتنه كړې، چې دې د سپينې ماڼۍ د اختلافاتو او كه د خپلو څرګندونو قربانې شوې؟
ورځپاڼې د خپل وروستي مخ په يو مطلب كې په افغانستان كې د پخلاينې د روان بهير په وړاندې شته ستونزې او كيدونكي مخالفتونه څيړلي او پدې ترڅ كې ليكلي، چې روسيه د سيمې يو له هغو هيوادونو څخه ده، چې له طالبانو سره د پخلاينې مخالفت كوي.
سرنوشت:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې په ننګرهار ولايت كې د يو ښوونځي د چت د پرې وتلو په پيښې بحث كړې، چې پكې يو شمير زده كوونكو ته مرګ ژوبله واوښتله او دا پيښه يى د هغه فساد زيږنده بللې، چې د ورځپاڼې په وينا د ښوونځيو د جوړولو په قراردادونو كې موجود دي.
ورځپاڼې په دوام كې د پوهنې وزارت او په ټوله كې افغان دولت ته سپارښتنه كړې، چې د فساد دې ډول ته جدي پاملرنه وكړي، څو په راتلونكې كې د ښوونځيو د ماشومانو د مرګ ژوبلې مخه ونيولې شي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د مرګ ژوبلې په پيښو بحث كړې او ليكلي، چې يوازې په تيرو دوو ورځو كې اتلس بهرني سرتيري وژل شوي.