کور / تازه خبرونه / د افغاني موسيقۍ يو بل ستورى (رحيم مهريار) ولوېد

د افغاني موسيقۍ يو بل ستورى (رحيم مهريار) ولوېد

افغان سندرغاړى رحيم مهريار نن سهار د ٥٤ کلونو په عمر له نړۍ څخه وکوچېد.
نوموړي له هيواد څخه ليري په المان کي د مهاجرت ژوند تېرواوه، چي د کورنۍ په وينا يې له ډېرو کلونو راهيسي د سرطان له ناروغۍ څخه کړېدئ.
د ارواښاد مهريار مېرمني او سندرغاړي مېرمن پرستو په ژړغوني آواز د آزادۍ راډيو ته وويل چي د مهريار اورېدونکي دي هغه نه هېروي.
آغلي پرستو د هغه له مينه والو څخه مننه وکړه، چي د ناروغۍ پر مهال يې په روغتون کي د هغه د روغتيا پوښتني کړي وې.
مېرمن پرستو وايي ارواښاد مهريار په ١٢ کلنۍ کي په سندرو ويلو پيل کړى وو او لومړنۍ سندره يې په پښتو ژبه ويلې وه.
ارواښاد رحيم مهريار د افغاني موسيقۍ له مشهورو ستورو څخه وو، چي د افغانستان په راډيو ټلوېزون کي يې په دري او پښتو ژبو په لسګونو سندري ويلي وې.
له ارواښاد مهريار څخه يو زوى او درې لوڼي پاته دي. اروا يې ښاده