کور / تازه خبرونه / پکتيا:د ماین چاودنی له امله یو پولیس مړ او بل ټپی شو

پکتيا:د ماین چاودنی له امله یو پولیس مړ او بل ټپی شو

د پکتيا والي وياند روح الله سمون لراوبر ته خبر ورکړ چي  تیر ماښام اوه بجې د پکتیا اړوند د جانی خیلو ولسوالی کی پر پولیسو د یوه برید پرمهال یو پولیس مړ او یو ټپی شو .
نوموړی وايي دا برید هغه مهال تر سره شو چی  پولیسو  ګزمه کوله او موټر یی له ماین سره مخ شوی ، ویل کیږی چی په دی پیښه کی ۳ ملکی کسان هم ټپیان شوی .
ولايتي چاروکو ددې پېښي پړه پر کومي ډله وانچوله خو د پېښي په تړاو يې درې کسان نيولي چي د پېښي په تړاو پوښتني ګروېږني ځني کوي .