دسولې دملي مشورتي جرګې دپريکړه ليک اوهمدارنګه دولسمشرکرزي دفرمان له مخې ديوپاکستاني وګړې په ګډون څوارلس تنه د دولت مخالفين له زندان څخه ازاد شول.
دبنديانو د دوسيي دڅېړلو کميسون وايي په خوشي شويوکسانوکې دوه تنه دځانمرګې بريدونو لپاره افغانستان ته راغلې وه خوځانونه يې له بريد وړاندې امنيتي ځواکونو ته سپارلې وه .
بلخوا دبشري حقوقونو دخپلواک کميسون ديوې عدلې محکمې دحکم پرته ديادو کسانو دخوشي کيدوپه اړه سخته انديښنه ښايي او وايي ديادو کسانو په خوشي کيدوکې سياسي چلند شوى دى .