کور / تازه خبرونه / ملګرې ملتونه: يوشمير طالبان به له تور ليست څخه لري شي

ملګرې ملتونه: يوشمير طالبان به له تور ليست څخه لري شي

دملګرو ملتونو سازمان دامنيت شورا پلاوي له ولسمشرکرزي سره په ليدنه کې اعلان کړي دى چې دهغه طالبانوچې دالقاعدې اوترهګرو ډولوسره لاس نه لري نومونه به يې په قراره دملګرو ملتونو دتورليست څخه پاک شي .
دغه غونډه چې پرون دولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوې وه دسولې دملي مشورتي جرګې دپريکړو دپلي کولو،دکابل غونډه اوپه افغانستان کې داداري فساد اوله ترهګروسره دمبارزې په کارونو خبرې وشوې .
په ورته وخت کې ولسمشرکرزي بهرني بنسټونه اويوشميرامنيتي خوصوصي کمپنۍ په افغانستان کې په اداري فسادکې په لاس لرنو تورنې کړې .