کور / تازه خبرونه / د شپږو تنو وسلوالو طالبانو د وژلو ادعاء وشوه

د شپږو تنو وسلوالو طالبانو د وژلو ادعاء وشوه

تيره شپه د کندوز د چاردرې ولسوالۍ په نهر صوفې سيمه کې د امريکا خاصو ځواکونو لخوا عمليات ترسره شوي، چې د الوتکو دبمبارد په پايله کې لږترلږه 6 تنه وسلوال طالبان وژل شويدي . دچاردرې ولسوال عبدالواحد عمرخيل وايي چې 6 تنه وسلوال طالبان په دغه عملياتو کې وژل شوي دي.خو هغه داهم وويلې چې ولسې وګړو ته په دغوعملياتو کې زيان ندي رسيدلې.
يوتن ځاېې اوسيدونکې دنوم دنه ښوولو په شرط وويل چې مړې د دوي په پټيو کې پراته وو چې دهواېې بمبارد له امله وژل شوي وو. هغه داهم وويل دوژل شويو کسانو برعلاوه دوه تنه نور ټپيان شوي هم دي.
دکندوز د والې وياند محبوب الله سعيدې وايي، تيره شپه شاوخوا درې بجې دکندوز په نا ارامه ولسوالۍ چاردره کې د امريکا دخاصوځواکونو لخوا عمليات ترسره شوي چې له امله يي د دولت ضد وسلوالو ته مرګ زوبله اوښتې ولې نوموړې يي په اړه کره شميره اوسمهال نشئ په ډاګه کولاى. وسلوالو طالبانو دخپلو وزل شويو کسانو په اړه تراوسه څه ندي ويلي .
ديادونې وړ ده چې دالوتکو اوډزو ږغونه د کندوز په ښار کې هم اوريدل کيدل.
چاردره دکندوز د نورو ولسواليو په پرتله نسبتا نا ارامه ولسوالۍ شميرل کيږي چې په دي وروستيو کې دامريکا دخاصوځواکونو عمليات په کې دتيرڅخه زيات شوي دي چې ځنې وختونه خو ملکې وګړو ته هم ځانې اومالې زيانونه ور اړوي .