پرون مازديګر شاوخوا شپږ نيمي بجې د كندهار ښار په يخ كارېز سيمه كي د مازداو اډې ته نژدې يوه چاودنه وسوه .
د كندهار ښار د امنيت آمر وايي چي نوموړې پېښه د يوه بوده په وسيله رامنځ ته سوې چي ريموټ كنټرول بم پكښي بار سوئ ؤ ، نوموړئ وايي چي په پېښه كي يو ماشوم وژل سوئ او يو بل سپينږيرئ كس پكښي ټپي سوئ خو د دوى لور ته په نوموړې چاودنه كي كمه مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
د يادوني وړ ده چي نوموړې چاودنه په داسي حال كي رامنځ ته كېږي چي يوه ورځ تر مخه يې هم كندهار ښار د دوو نورو چاودنو شاهد ؤ.