درنو ښاريانو او دولتې چارواكوته!!!
تاسو ټولوته د كابل ښار مساحت معلوم ده او همدارنګه د هغو وګړو شمير چې په كابل ښار كې ژوند كوې له ورايه معلوميږې ( څه كم پنځه ميليونو ته رسيږې)، په هر صورت مونږ ټول (ښاريان او چارواكې) په كابل كې د ګڼې ګوڼې او همدا راز د كابل ښار له ككړ چاپيريال څخه شكايت كوو.
شكايت مو هم كله، كله په راډيو او يا هم په كومه تلويزونې خپرونه كې راپورته كيږې نور بيا د ټولو څخه د كابل چاپيريال هير وې.
د قدر وړ ښاريانو!!!
دا خو زمونږ پخوانۍ عادت ده چې هر وخت او په هر كار كې دولت ګرم بولو، دغه عمل تر خپله حده پورې ناسم ده، ځكه مونږ د خپل دولت ضعف ګورو يواځې د كابل ښار د چاپيريال ستونزه نده په ټول هيواد كې او د ژوند په هره برخه كې ځښتې ډيرې ستونزې لرو … هر څه ولې دولت او چارواكو ته پريږدو، آيا دا هيواد او خلك پر مونږ حق نلرې … هو!! ګرانه ستا ځواب باندې پوهيږم، ته به حتماً راته واېي چې له ماسره وس نشته، زه نشم كولاى چې پدې اړه څه وكړم … دا ټول دولت پورې اړه لرې!! د څه لپاره په كرسيو ناست دې!! يواځې د كابل ښار چاپيريال نشې پاكولى.
رښتيا!! دولت مسول ده، خو آيا ته خپله دنده او مسوليت پيژنې؟ آيا ته په دغه ښار كې ژوند نكوې؟ آيا ستا ګلالې ماشومان هر سهار ښوونځې ته نه ځې؟ آيا تا په خپله د كابل آسمان ته كتلې؟ آيا تاته آسمان په خپل طبيعې رنگ ښكاره شوى؟؟؟
نه، تا هيڅكله د خپل ښار آسمان ته نظر نده كړى، او كه پورته آسمان ته وګورې ستا څخه يې رنګ هير شوى ده!!
اوس د كابل آسمان هاغسې چې شين وه، نده نو ځكه له ما او تا نه يې رنګ هير ده!!
ستونزه چيرته ده؟ په يوه كور كې څو كورنۍ اوسيږې هره كورنۍ په ورځ كې دري ځله د پخلې لپاره ځانته، ځانته د سون توكې مصرفوې دا ټول لوګى همدغه چاپيريال كې خپريږې. په حمامونو كې د وسايطو د ټيرونو او نورو شيانو سوزول. او بله دا، كچيرى په يوې كورنۍ كي څلور نارينه اوسيږې او د موټر اخستلو وس له څلورو تنو سره وې نو هر يو ځانته په سيالۍ يو، يو موټر اخلې (كه د ښځو موټر چلول پوره رواج شې نو بيا خو به دغه موټر څو برابره ډير شې). په کورنو، مارکیټونو او دولتې دفترونو کې کومې خزلې او کثافات چې هره ورځ راټولیږي او ټول یې له خپلې مخې نه یواځې ۳-۴ مټره لیرې کوو… په لښتیو، کوڅو، واټونو او هر ځای کې مو چې زړه وغوښتل هماغلته یې پریږدو!!! ګوری هر څه ښاروالی ته مه پریږدی په ښار کې نفوس وګوری، د کثافاتو تولید ته پاملرنه وکړی او په پای کې د ښاروالی ظرفیت او د وسایطو شمیر ته هم ځیر شی. هره و رځ چې څومره کثافات په ښار کې یو خوا او بل خوا ټولیږې د هغې له جملې څخه ښاروالی کولای شي یواځې دریمه برخه له ښار نه بهر کوم ځای ته ولیږدوي او دغه کثافات ورځ په ورځ سره ډیریږې آخر به دغه ښار نه ….
او كچيرې په يوه دفتر، شركت، موسسه او يا يوه كارخانه كې څو تنه كار كوې، تقريباً ډيرى يې له ځان سره خپل، خپل موټر راولې (دغه ستونزه د يوه بس په كرايه كولو حليږې).
…. فابريكې او توليدي كارخانې خو پريږده چې په همدې واړه ښار كې خپل فعاليت ته دوام وركوي……………
او د سګرټ څكونكو شمير هم ورځ په ورځ زياتيږې د پوهنتونونو او ښونځيو تنكې ځلميان په سګرټو روږدې شوې (دا كار ورته يو فيشن ښكارې) زما په آند تقريباً ۵۰-۶۰% نارينه په ښار كې سګرټ څكې اوس تاسو په خپله محاسبه وكړى چې هره ورځ به څو ميليونه سګرټ مصرفيږې!! او دغه لوګى خو د څكونكې سږو ته مستقيماً داخليږې او باقي پاتې يې په هوا كې زما او ستا لپاره ډالى كيږې (يوه خو فردې صحې ستونزه ده او بله دا چې په دفترونو، هوټلونو، كورونو او حتى په موټرونو كې سګرټ څكل يو فيشن ګڼل كيږې) پورتنۍ او نورې داسې ستونزې هم ښاريان او هم دولت كنټرولولاى شې.
درنو چارواكو!!
تاسو خو لومړى پر خپل ځان او بيا پر خپلو كورنيو ورحميږى ځكه هر څه مو د خپل ځان او كورنيو لپاره برابر كړې دي … خو د كابل هوا يواځې خپل ځانته او خپلې كورنۍ لپاره نشى پاكولى. هيڅوك نشې كولاى چې په ډير لګښت هم خپله خونه، انګړ او يا د دفتر د چاپيريال هوا څنګه چې ضرورې ده هاغسې پاكه او تصفيه كړې … تاسو كولاى شې چې د دولت په كچه يوه منظمه او پلې كيدونكې ستراتيژې جوړه كړى، سره لدې چې سل ميليونه ډالر هم زمونږ د ښار چاپيريال ساتنې ته بيلې شوې دي، كه د حل لاره ونه موندل شې نو په مختلفو ناروغيو به سره اخته شوو، او بيا به مو په پرمختللو هيوادونو كې هم درملنه ونشې.
ډيرې د حل لارې شته او نورې هم ورته ومومۍ، د موټرو او د تيلو كنټرول(د موټرو د شمير او نوعيت)، په كورونو او حمامونو كې چې كوم د سوند توكې سوزول كيږې د هغو په اړه كورنيو او د حمامونو خاوندانو تعليم وركول، اصلې او ډير مهم كار د نيالګيو كينول، د سګرټو پر څكلو د امكان تر حده كنټرول (په كوڅو او بازار كې تبلیغاتی کمپاینونه او د راډيو او تلويزون له لارې) او ډيري نورې د كنټرول او د چاپيريال ساتنې لاري او ميتودونه شته چې لومړى يې دولت او بيا يې ښاريان په خپل ورځنې ژوند كې عملې كړي.