نن له غرمې مخکي د کندهار ولايت مالي او اداري رئېس محمد امين کمين او د ولايتي شوراء منشي حاجي حفيظ لله لخوا د اغنداؤ ولسوالى دولتي مسؤلينو او د شورا غړو ته نوى سرپرست ولسوال ور معرفي کړ.
حاجي شاه محمد چي اصلاً د ارغنداؤ ولسوالى اوسيدونکى دى دهمدې ولسوالى د شوراء او ولسى خلګو له لوري دولايت مقام ته ور معرفي سوى وو.
نوموړى به د قانون سره سم تر هغو پوري په دې ولسوالى کي د سرپرست په توګه دنده ترسره کوي چي بست يې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له لوري آزاد رقابت ته لويږي.
دکندهار ولايت مقام مالي او داري رئيس محمد امين کمين دارغنداؤ ولسوالى يوه مهمه ولسوالي وبلل او دنو ی سر پر ست ولسوال څخه يې غو ښتنه وکړه چی دارغنداؤ ولسوالی د خلکو لپاره نه ستړي کيدونکي خدمتونه وکړي.
د ارغنداب ولسوالى نوى سرپرست ولسوال حاجي شاه محمد د ارغنداؤ ولسوالى له خلکو څخه مننه وکړه چي پدې حساس وخت کي يي دا لوى مسؤليت ورسپارلى او وويل (( څنګه چي زه همدې ولس خپل په غوښتنه راوستلى يم ژمنه کوم چي زه به هم دار غنداب ولسوالی د ټول ولس لپاره نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کوم او ټول ولس دا ډاډ ورکوم چي ژوند تر وروستى سلګى پوري به د دوى خدمتګار پاته سم.))