دکندوز ولايت دعامې روغتيا رييس ديوې بمی چاودنې په پايله کې ووژل شو.
نن دماسپيښن نه وروسته نږدي 2 او 45 دقېقې دکندوز دعامې روغتيا رييس عزيزالله صفر په خپله معاينه خانه کې ديوريموټ کنترول ماين پواسطه ووژل شو .
دکندوز والي انجينر محمد عمر واېې چې د کندوز دعامې روغتيا رييس په دغه پيښه کې وژل شوي او همدارنګه هغه زياته کړه چې دامهال دپيښې ځاي دپوليسو پواسطه کلابند شوې.
اويا 70 کلنه ميرمين سکينه چې دعزيزالله صفر سره يي په معاينه خانه کې کار کاوه هغه دخپلو سترګو ليدلې حال داسې بيانوي چې څه کم دوه بجې وي چې ډاکټر صيب معاينه خانې په زينه کې دختلو په حال کې وو چې يوځل چاودنه رامنځ ته شوه ، بيا زه پرځان پوه نشوم دڅوشيبو لپاره بې هوښه ووم اوټول ځايونه ګردونه ترسترګوکيدل وروسته نوموړي وزل شوي پروت وو.
دکندوز امنيه قوماندان جنرال محمد رزاق يعقوبې وايي چې په دغه پيښه کې دوه کوچنيان هم ټپيان شويدي ، خو دځاي خلکو په وينا چې په دغه پيښه کې يوه ميرمن او يو ماشوم ټپيان شويدي .
ددغې پيښیې پړه دياد ولايت والې په وسلوالو طالبانو واچوله، خو دوسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دغه پيښه کې لاس لرل په کلکه رد کړل او زياته يې کړه چې په هيڅ ډول په دغه پيښه کې لاس نلري او نه خو دا کار دوى کړى دى .
دسيمې دخلکو په وينا چې عزيزالله صفر هيچا سره شخصې بدي نلرله .