نوموړي لر او بر ته وويل چې تر دې مهاله يې په ننګرهار کې ۱۵۰ او په لوګر، خوست، لغمان او وردګو، هر ولايت کې يې پنځوسو ماشومانو ته د کرکيټ د زده کړې کمپونه جوړ کړي وو.
نوموړي دا پروګرامونه د ايم سي سي او افغان کنکشن په مرستو ترسره کړي وو، ده همدارنګه وويل چې د يونيسيف په موټ يې په کابل کې هم پنځوس ماشومان روزلي دي.
ښاغلي احمدزي وويل چې په دې برخه کې د کرکيټ ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو ورسره مرسته کړې ده، دى په پام کې لري چې په نژدې راتلونکې کې ۱۵۰ جينکيو ته په کابل کې د کرکيټ روزنې کمپ جوړ کړي.
له هغه مهاله چې په نړيوالو شل اوريزو سياليو کې د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله پر ټلوېزون راښکاره شوې، په هېواد کې د کرکيټ سپورټ لا زور اخيستى او مينه وال يې ورځ تر بلې زياتيږي.
ريس احمدزي د نړيوالو شل اوريزو د لوبو پر مهال ويلي و، چې نور له لوبډلې وځي، او په افغانستان کې به د کرکيټ د پرمختګ لپاره کار کوي.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان د ملي لوبډلې دوه تکړه لوبغاړي حميد حسن او محمد نبي به د روانې مياشتې پر ۲۷ مه نېټه، د برتانيې په لارډز لوبغاړي کې د ايم سي سي لوبډلې له خوا د پاکستان پر وړاندې لوبه کوي.