کور / تازه خبرونه / کندهار:په ډنډکي د ٥٠٠ متره سړک د جغل اندازى کار پيل سو

کندهار:په ډنډکي د ٥٠٠ متره سړک د جغل اندازى کار پيل سو


نن د ډنډ ولسوالى د سپين زيارت په کلي کي د 500 متره په امتداد د سړک د جغل اندازى کار پيل سوو.دغه سړک چي 500 متره اوږدوالى او 9 متره سور لري، د يو ې نيمې مياشتي په موده کي به د اپ ام سي سي ساختماني شرکت له خوا جغل اندازي او ددواړو طرفونو چرى به يې په پاخه ډول جوړي سي.پر دغه 500 متره سړک ١٢٥ زره امريکايي ډالره لګښت راځي چي د ډنډ ولسوالي د پرمختيايي بوديجي څخه به ورکول سي .


 په نوموړي سړک کي به  110 تنه په کار وګمارل سي  او د يوې نيمي مياشتي په موده کي به يې کار بشپړ او ګټي اخستني ته به چمتو سي.



په هغه مراسمو کي چي نن د ډنډ ولسوالي د سپين زيارت په کلي کي د همدې سړک د پرانستني لپاره جوړ سوي وه پکښي د سيمي د اوسيدونکو او قومي مشرانو سربيره د ډنډ ولسوال حاجي حمدالله نازک هم ګډون کړي وو.د ډنډ ولسوال الحاج حمدالله نازک د سړک د پرانستني پر مهال وويل(( ډير خوشحاله يم چي نن د ډنډ ولسوالى د پرامختيايي پروژو څخه يوه بله پروژه د ډنډ ولسوالي د سپين زيارت په کلي کي د سيمي د خلګو د لا هوسايني لپاره پيل سوه.))


هغه همدا راز زياته کړه: د ډنډ ولسوالى اداره تل کوښښ کوي چي خپلو خلکو ته لا ښه خدمت وکړي او د خلکو د ژوند په سطحه کي ژور بدلون رامنځ ته کړي.د ډنډ ولسوال د سيمي له خلکو غوښتنه وکړه چي د امنيت د لا ښه والي او د پروژو د لړى دلا پسي غځوني لپاره د خپل سيمه ايز حکومت ملاتړ وکړي)).



د پرانستني په دي غونډه کي د سپين زيارت د سيمي يو تن اوسيدونکي ګل محمد هم په ياده سيمه کي ددي سړک د رغوني د کار په پيليدني سره خوښي وښوده ، او زياته يي کړه(( ددې سړک په رغوني سره به دوى وکولاى سي څو په اسانى سره  له سيمي تګ او راتګ وکړي کله چي دغه سړک جوړ سي نوموږ  به په دوبي کي له دوړو او په ژمي کي له خټو او اوبه څخه خلاص سو.


د يادوني وړده چي د ډنډ ولسوالى په زيات شمير کليو کي همدا اوس د لسګونولويو او وړو  پراختيايي پروژو کار روان دى چي پکښي د ډنډ ولسوالي په زرګونو ځوانان کار کوي او هر يوه ته يې د ورځي درې درې سوه افغانۍ مزدوري ورکول کيږي.