جون پر ۲۱مه د پرتكال ملي لوبډلي د شمالي كوريا لوبډله په سختې ماتې وركولو سره بدرګه كړه.
متن : د رواني مياشتې پر ۲۱ مه نيټه د شمالي كوريا لوبډله د پرتكال د ملي لوبډلي سره په ګرين پاينټ لوبغالې كي لوبيده چي كابو ۶۵۰۰۰ زره تنو له نژدې څخه ورڅخه ليدنه كوله.
د لوبي په لومړۍ نيمايي د پرتكال لوبډله ښه ونه لوبيده او يوازې يو ګول يي د خپل ۱۶م نمبر لوبغاړې جوس رايل لخوا په ۲۹مه دقيقه كښي ترلاسه كړ.
خو كله چي دويمه نيمايي پيل سوه د پرتكال لوبډلي خپله لوبه دومره تيزه راشروع كړه چي شپږ پرلپسي ګولونه يي وكړل او د كوريا دملې لوبډلي په زرګونه مينه وال يي هيښ پاته كړل.
د پرتكال لوبډلي څخه سايمايو ، الميډيا ، ټياګو، لايډسن ،او كريسټيا رونالډو په دويمه نيمايي كښي ګولونه تر سره كړل او لوبه يي ۷ د صفر په وړاندې خپل په بريا پاي ته ورسول.
ماښام د افغانستان پر وخت ۶ بجي او ۳۰ دقيقي د چيلي لوبډله د سويس لوبډلې سره ميدان ته راغله.
ياده لوبه د ژړو كارډونو اوسرو كارډونو ډكه لوبه وه چي په لومړۍ نيمايي كښي يو ګول هم تر سره نه سو او د سويس لوبډلي يوازې خپله دفاعي كرښه ټينګه كړې وه.
خو د دويمي لوبي په دويمي نيمايي كښي په ۱۱مه شميره لوبغاړې مرك ګونزاليز له سي اس كي مسكو كلب څخه په ۷۵ مه دقيقه كښي د سويس د دفاع كرښه ورماته كړه او بريا ته ورسيده.
د شپي پر اا بجي د هسپانيه ملي لوبډله د هندوراس ملي لوبډلي مخي ته ودريدل چي دپي لوبه كښي د اسپانيه لوبډلي ۲ د صفر په وړاندې هندوراس له مخي لري كړ او په خپل ګروپ كښي يې ۳ نمري ترلاسه كړي.
د يادونې وړده چي دامهال د ارجنټاين ملي لوبډله ، د برازيل ملي لوبډله ، او د چيلي ملي لوبډله په خپلو ګروپو كښي تر ټولو نورو لوبډلو زياتي نمرې لري.