کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزى دوه تورن کسان پر لوړو چوکيو ګوماري

ولسمشر کرزى دوه تورن کسان پر لوړو چوکيو ګوماري

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي بالاخره له یوه اوږد ځنډ څخه ورووسته پرېکړه کړې چې سبا د کابينې پاتي غړي ولسي جرګې ته ور وپېژني. د کورنیو چارو لپاره د شمالي ټلوالي غړى بسم الله محمدي او د ملي امنيت رياست لپاره د اسدالله خالد نومونه يادېږي.
د کورنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر و و چی د ټلوالي له یوه بل پخواني غړي امرالله صالح سره د سولي د جرګې پر خیمه د توغول شویو راکټونواوځيني نورو مسایلو په خاطر له خپلو دندو شړل شو، پر ځاى به يې د افغانستان اوسنى لوى درستيز بسم الله محمدي او د کندهار پخوانى والي اسدالله خالد دې دندو ته معرفي شي.
بسم الله محمدي چې دپنجشیر اوسیدونکی دی، د ولسمشر کرزي تر دوهم مرستيال محمدقسيم فهيم راوروسته د دې ډلې دوهم زورور مشر دئ.
پر نوموړې باندې تور دى چې د افغانستان په ملي پوځ کې يې د پښتنو د نفوذ مخنىوى کاوه او د دفاع له وزير عبدالرحيم وردګ سره يې هم اختلاف درلودى.
اسدالله خالد بيا پخوا د غزني او کندهار والي وو چې له کندهار څخه د فساد له امله وشړل شو، بيا د هرات والي معرفي شو چې هراتيانو ونه مانه، د سرحدونو وزارت ته معرفي شو، چې هلته هم ولسي جرګې په کندهار کې د اداري فساد کې د ښکېلتيا له امله ونه مانه، خو ولسمشر کرزي د سرپرست وزير په توګه پر دنده پرېښاوه.