کور / شعر / نوي شعرونه

نوي شعرونه

دغر ه لمن كي لكه للمه پرته
اميدلرمه لاباران نه لرم

دښكلوډك دنفرتونوښاركي
بلاموده كيږي جانان نه لرم

چي تش راوګوري اوومي وژني
داسي څوك نشته داسي ځان نه لرم

چي مينه نه لري خوداسي وايه
چي دين مي نشته دي ايمان نه لرم

هغه چي زړه ته راشي لاړشي بيرته
زه دهغي خلكوارمان نه لرم

سيلابه داسي بي جانانه ښه يي
كه ګټه نه لرم تاوان نه لرم

ټپيزي

ته چي راځي عمربه تيروي
مانه به هرڅه هرڅه هيروي
پاتي ژوندون به هم ګنډيروي
سيلاب به وي خوستابه هيروي
په زيارتونوياران چامندلي دينه

كه ودريدلي لاركي نه وي
كه دي كتلي راته نه وي
مابه هم زړه دركړي نه وي
چي تاخندلي راته نه وي
غريب سړي وم خپل روزګاربه مي كونه

په ماستم جانانه مه كړه
په ماباران دديدن وكړه
دا اننګي دي دواړه سره كړه
دادومره بدراسره مه كړه
زماهم دغه طمعه وه چي يارلرمه

زماټپه زماغزل دي
څومره ښايسته دي توروربل دي
زماپه زړه درته اوربل دي
زړګي مي نه دي سم كابل دي
غلبيل غلبيل ستادتيروبڼونه يمه

كه عمروي جانان به راشي
تياره وختونه به رڼاشي
داټول مالت به په خنداشي
چي مسافرجانان مي راشي
مادكارغه ناري په پال نيولي دينه

زيارت ته لاړي سوال دي وكه
ښكاري چي ښه ازاردي وكه
دبي وفاوو كاردي وكه
زمازلمي زړګي دي وده كه
خداي دي په داسي يارۍ ورولګوينه

چاراته ويل چي ياردي راغلي
ريبارپه منډه منډه راغلي
هغه ښايسته نګاردي راغلي
راشه زمونږ په لاره راغلي
دتومتونوجامي تن كي ګرځوينه

دانيمه شته سازدرباپ دي
ماسره دعشق مضمون كتاب دي
جانان مي نه دي سم نواب دي
زماشاعرزماسيلاب دي
چي نيمه شپه مي په ټپوكي يادوينه

دي خپل سپيره تقديرته ژاړم
ځان ددينادخلكونغاړم
ستاسودكلي نه اوس لاړم
په ښاريوكي خيرات غواړم
زمابه يي داسي په نصيب ليكلي وينه

لري به لاړشم

لري به لاړشم بيابه نه يم بيابه ډيره ژاړي
ژوندي به يم خوستاسوكلي كي به نه يم بيابه ډيره ژاړي

چيرته په دښته كي ځنګله كي يوه كيګدۍ وهمه
نه به خط درشي نه به درشي سلامونه بيابه ډيره ژاړي

اوس كوه كبر كوه مكر كوه مه رادرومه
ګودربه وي چيناربه وي بيابه زه نه يم بيابه ډيره ژاړي

عمربه وي اختربه راشي ته به بياځنګيږي
خوستاهمزولي ستاسيلاب به پكي نه يم بيابه ډيره ژاړي

غزل

داستاتيري خاطري به دومره وكړي
چي ويده زخمونه بيرته راتازه كړي

ستاخوږوخوږويادونونه قربان شم
نه پوهيږمه چي نوربه په ماڅه كړي

ته زړه سواندي تاغمونه ظالمان دي
ورته وايه ګزاره راسره وكړي

په پرهرمي مالګي مه دوړه وه ګراني
سترګي پويه كړه چي داسي كاته نه كړي

ستاسيلاب ستادخبروډيرليوال يم
هيڅوك نشته چي خبري راته وكړي

ته مي هير كړه

ته مي هيركړه زه ناځوانه دومره نه يم
ليوني يم خوجانانه دومره نه يم

داسي نه چي دراتلويم غورځيدلي
غورځيدلي يم خوګرانه دومره نه يم

ټول همزولي مي په دي پړواكي اوسي
پاتي شوي له كاروانه دومره نه يم

زه كه ژاړم خپل سپيره تقديرته ژاړم
ستاجفاته پريشانه دومره نه يم

ستاكوڅه كي سيلاب ټول په كاڼوولي
ستا مين يمه بدنامه دومره نه يم