بل دې شي اور خو راځه کله کله
زما په لور خو راځه کله کله
زما د مات زړګي په ورکو لارو
لږ شه ټکور خو راځه کله کله
د کلي خلک دې سل ځلې راکړي
راته پېغور خو راځه کله کله
لکه بنګړو غوندې خبرې کوه
يو څه په شور خو راځه کله کله
ستا د راتلو سره ګلان غوړيږي
خدايږو لږ نور خو راځه کله کله
خير دی رڼا د زمانې په خاطر
د زړه په زور خو راځه کله کله