کور / تازه خبرونه / طالبان : په کونړ کی ښځینه فدایی لس امریکایان ووژل

طالبان : په کونړ کی ښځینه فدایی لس امریکایان ووژل

طالبان په خپل تازه خبر کی وایی چی نن د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ د شلتن په سیمه کی یوې ښځی چی بی بی حلیمه نومېده او د همدې سیمی اوسېدونکې وه ، د امریکایی پوځیانو تر څنګ ( چی د صحت عامې تر خوا یې دمه کوله ) هغه بمونه وچاودول چی په ځان پوری یې تړلي وو ، چی د دې حملې په نتیجه کی یې لس امریکایی پوځیان ووژل او ۷ نور یې ټپیان کړل او هم یې د هغوی ټانک ویجاړ کړ . امریکایی پوځ او کابل تر اوسه د دې ادعا په باره کی څه نه دی ویلی .

د یو بل خبر له مخی چی د کاناډا « سی بی سی » شبکې ورکړ ، نن یو کاناډایی عسکر د کندهار د پنجوایی په ناخونی کی ماین والوزاوه چی په دې سره د کاناډایی پوځیانو تلفات ۱۴۸ ته ورسېدل .