کور / تازه خبرونه / د ناټو د نن ورځي تلفات نهو پوځیانو ته ورسېدل

د ناټو د نن ورځي تلفات نهو پوځیانو ته ورسېدل

فرانس پریس آژانس د ناټو په حواله لیکی چی نن ( دوشنبه ) په افغانستان کی د ناټو د تلفاتو شمیر نهو پوځیانو ته ورسېد چی په دې ډول دي : درې اسټرالیایی پوځیان او یو امریکایی پوځی چی په کندهار کی د هلیکوپتر د لوېدلو له امله ووژل سول ، په جنوب کی د یو بل امریکایی پوځی وژنه په ماین سره ، وروسته یو بل امریکایی په جنوبه کی طالبانو وویشت او بیا دوه نور امریکایی پوځیان په ختیځ کی ماین والوزول ، او باالاخره یو برتانوﺉ پوځی چی د خپلو زخمونو څخه مړ سو .
خبر زیاتوی چی روانه میاشت د بهرنیو پوځیانو لپاره دوهمه تر ټولو مرګونې میاشت ثابته سوه چی د هغې په ترڅ کی ۶۴ تنه تر اوسه وژل سوي دي ، حال دا چی تر ټولو مرګونې میاشت د تیر کال اګسټ وه چی د هغې په ترڅ کی ۷۷ بهرني پوځیان د طالبانو د حملو قرباني سوي وو .