دکونړ په ولايت کې دنهه تنو شهيدانو اودوه تنو ټپيانو دکورنيو غړوته د ولسمشر لخوانغدي مرستې دکونړ والي اونورو مشرانو لخواورتسليم شوې.
دهيواد ولسمشر حامدکرزي لخوا د هر شهيدکورنى غړي ته سل زره اودټپيانو وارثينو ته پنځوس زره افغانى ورکړل شوې. دکونړ والي دشهيدانو دکورنيو غړو ته په خپلو خبرو کې د ولسمشر د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل او دنورو مرستو ژمنې يې هم وکړې.
دغه شهيدان اوټپيان دکونړ داسمار ولسوالى اړوند داوغز باغ په سيمه کې دجنګ جګړو په بيلابيلو پيښوکې قرباني شوي و .