کور / تازه خبرونه / یو برتانوﺉ ووژل سو ، ۲۰ طالبان له جېله خوشی سول

یو برتانوﺉ ووژل سو ، ۲۰ طالبان له جېله خوشی سول

رویټر او فرانس پریس آژانس خبر ورکوی چی طالبانو نن په هلمند کی یو برتانوﺉ پوځی په ماین سره والوزاوه او په دې سره یې د هغوی تلفات ۳۰۰ ته ورسول .
خبر وایی چی نن د افغانستان په جنوب کی لوېدلی هلیکوپتر په کندهار کی و . خبر زیاتوی چی امریکایانو او کابل ۲۰ شکمن طالبان د بګرام او افغانی جېلونو څخه ایله کړل تر څو هغوی وهڅوی چی د کابل سره یو ځای سی . د دې جملې څخه ۱۰ د بګرام د هوایی اډې د جېل څخه ، دوه د کابل د جېل څخه او شپږ د خوست د جېل څخه خوشی سول . خو طابلانو تر اوسه خپل غبرګون نه دی ښودلی .