کور / تازه خبرونه / برتانیې ته د ډاکټر ذاکر نایک پر ورتګ د بندیز په اړه د هغه غبرګون

برتانیې ته د ډاکټر ذاکر نایک پر ورتګ د بندیز په اړه د هغه غبرګون

د هندوستان د ممبی « هیډ لاینز » چینل د پیس ټی وی د مؤسس او اسلامی نړۍ د مشهور پوه ډاکټر ذاکر نایک سره مرکه کړې او په هغه کی ډاکټر نایک برتانیې ته د ده د ورتګ پر بندیز باندی خپل غبرګون ښودلی دی . ډاکټر نایک ویلی چی اسلام په لویدیځه نړۍ کی په خورا سرعت سره خپریږی او پیس ټی وی په نړۍ کی په لسګونو ملیونه مسلمانان او غیر مسلمانان ګوری او هغه پر لیدونکو مثبته اغیزه کوی نو ځکه برتانوﺉ حکومت د دې غیر سیاسی عمل په وړاندی سیاسی غبرګون مخته بیایی . ده زیاته کړه چی برتانوي چارواکی زما د بیان د متن څخه د یوې جملې یوه کوچنۍ ټوټه را اخیستې او هغه یې بر غلطه سند ګرځولی او زما پر ویزه یې بندیز لګولی دی .
ده وویل چی اوس په برتانیه کی تکړه وکیلان دا قضیه مخته وړی تر څو هلته زما پر ورتګ بندیز پای ته ورسیږی .