د کونړ سکتوري ادارو استازي په دې موخه راټول شوي و چې څنګه وکولى شى داسداباد ښار لپاره دپنځه نه ترلسوکالولپاره انکشافي پلان جوړ کړي.
دښاروالى رياست دغونډو په تالار کې په مشرانو جرګه کې دکونړ دخلکو استازي رفيع الله حيدري پخوانې سناتور صالح محمدصالح دبيلابيلو سکتوري ادارو مسولينو ،دولايتي شورا غړو ،داسدابادښار داتحاديواواړوندکليوالي شوراګانو اودامريکادخلکو د پراختيايي ادارې يوسايډې، دښاروالى سره دپراختياپه برخه کې دتمويلوونکي ادارې I.C.M.A. استازوګډون کړې و.
دغه غونډه چې داسداباد ښارلپاره په يوه ستراتيژيک پلان دجوړولو په موخه جوړه شوې وه په کې ګډونوالو ته دکونړ والي سيدفضل الله وحيدي په خپلو خبرو کې دامريکادخلکو دپراختيايي ادارې يوسايډي له مرستومننه وکړه چې دشار دپراختيااوپاک ساتنې په برخه کې ددوى دخلکو سره مرسته کړى هغه داسداباد ښار لپاره ديوه بشپړ پلان جوړيدل چې له مخې يې دښاريانوټولنيزې ستونزې حل شي مهم وباله دکونړ والي دښاريانو مسوليت وباله چې دښاروالى سره دښار دپاکوالي اوپرمختياپه کارونو کې مرسته وکړي.
دکونړ ښاروال اينجينر عبدالغني عباسي په خبره دغه ستراتيژيک پلان چې له پنځه څخه ترپنځه لسو کالوپورې به دښار پراختيا،دروغتيا،چاپيريال ،پاکوالى ،بريښناپه ګډون دژوندپه بيلابيلو اسانتياو دبرابرولو په برخه کې جوړشي چې له مخې به يې دښاريانو ستونزې ترډيره راکمې شي.
که ښاروالى دښاري پراختياپه برخه کې مرسته کوونکي ادارې I.C.M.A. مسول سيد ثناء الله طاهري د چاپيريال ساتنې خصوصي ادارې مسول همايون وفا ددغه غونډې په ارزښت اواړتياخبرې وکړې اودښاري پراختيالپاره يې ديوه پلان جوړول اغيزمن وبلل ددوى په خبره ديوې مياشتې په موده کې به دچاپيريال ساتنې ځانګړې خصوصي اداره دښاري پراختياپه اړه دخلکو نظرونه غوښتنې سپارښتنې اواړتياوې راټولې اودښاري پراختيادوزارت سره شريکي کړي چې له مخې يې په راتلونکي ښاري ماسټر پلان کې ځاى ورکړي دغونډې ګډونوالو هم دخپله اړخه دښاري پراختياپه اړه خپل نظرونه اومالومات سره شريک کړل.