پيچ دري کې دسولې دسرليک لاندې جوړې شوې دکرکټ لوبډلي دګورو لوبډلې په بري سره پاى ته ورسيدې.
دغه سيالۍ چې دپيچ درې دځوانانو اصلاحي اوکلتوري ټولنې په نوښت جوړې شوې پکې دپيچ درې اړونده شلو لوبډلو ګډون کړى و چې دپاى لوبې ته يې دننګلام لوبډله اود ګورولوبډلې وتلې وى چې دپاى لوبې کې يې ګورو لوبډلې دننګلام بډلې ته په څلور وکټونو ماتې ورکړه.
دننګلام لوبډلي خسڼى وګاټه او مقابل لوري ته يې د ٥٤ رنزونو هدف وټاکه چې وروسته د ګورو لوبډلي دغه هدف په ٦ وکټوپوره اوټورنامنټ يې په خپل نوم کړه.
ددغه سياليو دپاى مراسمو ته دپيچ درې قومي مشرد مرکز پخوانۍ څارنوال جګړن محمد عيان عيان په خپلو خبروکي ځوانان د ټولني راتلوونکي يادکړل او ځوانان يې خپلومسؤليتونوته ځيرکړل .
ورپسي د پيچ دري د محاکمو مسؤل قاضي بهاوالدين ورزش د دين له نظره يو جائز کاروباله اودسولې په اهميت يې اوږدې خبرې وکړې اوله ځوانانو څخه يې وغوښتل چې دبې ځايه وخت تيرولو څخه ډډه وکړي او سپورټ ته دې مخه کړي همد غه رازدځوانانو داصلاحي اوکلتوري ټولنې مشر يار پاچا په خپلو خبرو کې وويل :
پدي سره دوي غواړي چې ددغه لوبډلوڅخه يوه لوبډله دي ته جوګه کړي چې په راتلوونکي کښى يې د نورو ولسواليو د لوبډلوسره ولوبوي ترڅودغه لوبډله بيا په قومي کرکټ لوبډلوکي شرکت وکړي ورپسې مولوي عبدالجابر په خپله ويناکې له ځوانانو څخه وغوښتل چې دامنيت په ټينګښت کې له خپلو قومي مشرانو سره ودريږي دلوستو ځوانانو دټولنې مشر استاد محمدطيب عطا په خپلو خبرو کې وويل چې ځوانان ديوې ټولنې بنيادي خښتې دي بايد خپلو مسوليتونو ته زير شي اوپه علم پوهې اوسپورت سره خپل هيواد دنړۍ دپرمختللو هيوادونو په کتار کې ودروي
ديادونې وړده چې دمراسمو په پاى کې په لوبغاړو باندې ډالې هم وويشل شوې.