اسوشیټید پریس خبر ورکوی چی امریکایی القاعده وال ( اډم ګیدهن ) تازه ویدیو خپره کړې او په هغه کی یې بارک اوباما ته د سولی نوﺉ وړاندیز کړی او ورڅخه غوښتي یې دي چی د عراق او افغانستان څخه خپل پوځونه وباسی ، د اسراییلو خخه یو طرفه ملاتړ پای ته ورسوی ، د مسلمانانو په چارو کی مداخله و نه کړی او مسلمان بندیان ایله کړی .
اډم ګیدهن چی پخوا یهودی و ، یوه لسیزه مخکی مسلمان سوی او نن د القاعده پیغامونه په انګریزی خپروی . امریکا د هغه د نیولو لپاره یو ملیون ډالره انعام ایښی دی . نوموړی په اعظم الامریکی سره شهرت لری او واشنګټن یې ډیر په تکلیف کړی دی .