واشنګټن پوسټ راپور ورکوی چی پنتاګون غواړی د روسیې څخه د افغان اردو لپاره ( ایم ـ آی ـ ۱۷ نومی ) هلیکوپترونه واخلی او هغه افغان هوایی ځواک ته ورکړی ، دا ځکه چی ګویا افغانان امریکایی هلیکوپترونه نسی الوزولای او هم هغه ډیری ګرانی دی او هم افغانی افسران روسي هلیکوپترونه خوښوی .
راپور وایی چی امریکا تر اوسه د۶۴۸ ملیونو ډالرو په ارزښت ۳۱ دغسی روسي بار وړونکی هلیکوپترونه ترمیم یا رانیولي دي او په راتلونکی کال کی به لس دانې نوری هم ورڅخه رانیسی . راپور زیاتوی چی دا به د روسي وسله جوړونکو کمپنیو سره یو کومک هم وی .
خو کارپوهان په دې ډاریږی چی مبادا امریکا هم د روسیې غوندی د لوبی په پای کی د هغه روپۍ د افغانستان څخه و نه غواړی !