په کندوز ولايت کې المان ميشتو ځواکونوخپل نوي ټانکونه وازمويل :
نن په هغه غونډه کې چې په ياد ولايت کې دالمانې ځواکونو له لورې جوړه شوي وه المانيانو خبريالانو ته هغه نوې ټانکونه وښودل چې له دي وروسته به د وسلوالو پرضد ورڅخه په جګړو کې کار اخيستل کيږي.
دالمانې ځواکونو دټانک ټولې يو تن قوماندان وويل چې دا ټانکونه د لومړې ځل لپاره افغانستان ته راوړل شوي، چې په خبره ېې په ياد شوو ټانکونو کې درې تنه عمله په يو وخت کې ځايدلې شي، چې يو کس به دټانک چلوونکې، يو تن به توپچې او يوکس به دخفيفې وسلې کارونکى وي، هغه زياته کړه چې ددي ټانکونو ځنې به په دفاعې چارو کې ګټه اخيستل کيږي. مګر ځنې وختونه کيدي شي د دولت د مخالفينو سره په مخامخ جنګ کې هم ورځنې ګټه واخيستل شي.
هغه دا هم وويل چې دياد شويو ټانکونو تخريب د 50 نه تر 100 مترو پورې رسيږي.