د سوات پښتنو ته د يوۀ بل نظر تر نامه لاندې د لندن د ختيځ او افريقا پېژندنې په انستيتيوت کې د پښتنو د هويت د مهمو اړخونو د پېژندلو او د هغوى په اړه د بشر پوهنې له عصري پوهې سره سم د مالومات ترلاسه کولو په موخه دوه ورځنى کنفرانس جوړ او د نړۍ له بېلابېلو برخو نه پکې پوهان او څېړونکي راغونډ شوي وو.
د سمبالوونکو په اند د دغې مهمې سيمې او په تېره بيا د پښتنو په اړه د نړيوالو د پوهاوي کچې زياتېدا ته ځکه اړتيا ليدل کېږي چې د نړۍ په کچه تگلاره جوړوونکي پښتنو ته د سيمې د اصلي ستونزې په سترگه ګوري .
نو آيا پښتانه په سيمه کې د شته کړکېچ لامل دي؟ او نړۍ دا حقيقت ولې هېر کړى چې پښتنو د تاريخ په اوږدو کې له نورو ټولنو سره په گډه اقتصادي او ټولنيز بدلونونه رامنځ ته کړي؟
د دغو پوښتنو د ځواب او دا چې د کنفرانس مهم بحثونه او موضوع گانې څه وې، دا رپوټ واورئ.