دبغلان ولايت دپلخمري ښارپه څلورمې حوزې سيمه کې دپوليسو اوطالبانو ترمنځ نښته شوې ده چې له امله يې دوه طالب جنګيالي وژل شوي اودوه نوريې ټپيان شوي دي .
دبغلان ولايت امنيې قومندان وايي چې دغه نښته تيره ورځ هغه مهال پيل شوه چې وسلوالوطالبانو په دغې حوزې بريد وکړ .
نوموړى زياتوي دغه نښته چې دوه ساعته يې دوام درلوده پوليسوته پکې کوم زيان نه دى اوښتى .