کور / تازه خبرونه / کنړ:د توغندۍ لګېدو له امله مالي زيان اوښتی

کنړ:د توغندۍ لګېدو له امله مالي زيان اوښتی

: دکونړولايت اړوند ديارګل په سيمه کې په يوکور توغندى لګيدلې چې کورنۍ ته يې زيان اړولى دى !
دولتي مسولين دتوغولو پړه ددولت په وسله والو مخالفينو ور اچوي ، توغندۍ د سيمې ديوتن اوسيدونکي غلام حق دکور په منځ کې ولګيده، دسيمې دخلکو په وينا دغه توغندي چاته مرګ ژوبله نه ده اړولې خو دنوموړي کور يوه کوټه يې له منځه وړې اووسايلوته يې زيان رسولې.
ياده دې وي چې دوه مياشتې وړاندې هم دوه بيلابيل توغندي اسعداباد ته څيرمه دکرهالي دسيمې په دوو کورونو ولګيد چې دڅلوروبي ګناه ماشومانو دټپي کيدو ترڅنګ يې کورنيو ته مالي زيانونه هم اړولي و .
د يادوني وړ ده چي نن سهار يوې بلي توغندۍ په ننګرهار کي لګېدلې وه چي دوه ماشومان يي ووژل .