ديکشنبې په سهار په هلمندولايت کې په دوو پرلپسې چاودنوکې شل تنوته مرګ ژوبله اوښتې ده .
دهلمند ولايت دوالي وياند ددغو چاودنو دپخلې ترڅنګ وايي چې دغه چاودنه دلښکرګاه ښارپه لومړۍ ناحيه کې شوې ده .
نوموړى وايي چې لومړى چاودنه چې يوبانک ته نږدې وشوه يوه ماشومه انجلۍ ووژله اوڅوارلس نوريې ټپيان کړل اوپه دوهمه چاودنه کې دملي اردوديوه سرتيرې په ګډون پنځه تنه نورټپيان شوي دي .