کور / راپور / د واليبال دوولس ورځنى فېسټيوال پيل شو !

د واليبال دوولس ورځنى فېسټيوال پيل شو !


هغه غونډه چې نن سهارد پكتياپه مركز ګردېز ښار كې د همدې فېسټيوال په اړوند جوړه شوې وه  ډېرئ لوبغاړو او دولتي چارواكوپه كې ګډون كړى وو.دغونډې په تر څ كې دپكتياالمپيك امرامين الله علميارګډون والوته وينا واوروله . لوبغاړي يې وستايل اوهغه يې له نيشه يي توكوڅخه دورزش په لوري راوبلل ،ورپسې د پكتيا د ځوانانو د اړيكو اومعلوماتو مركز مسوول سيد جمال الدين آصف خېل ګډونوالو ته وويل :



 دغه فېسټيوال چې د ځوانانو  چارو آمريت د ځوانانو د اړيكو او معلوماتو مركز له خوا د يونېسف په مالي لګښت جوړ شوى دې چې موخه يې ماشومان او ځوانان له خپلو حقونو څخه خبرول دي. د هغه په وينا سږ كال د ورزش لپاره پكتيا كې ډېرى پروګرامونه په پام كې لرو، چې په نږدې ورځو كې به پلي شي. يوله هغونه د۶۰نوو لوبډلوجوړېدل دي ، او له دوئ سره به د ورزشي شيانو مرستې هم وشي.دهزياته كړه په دې فېسټيوال كې د مركز او ولسواليو( ۱۲) لوبډلو ګډون كړى دى چې دولس ورځې به دوام وكړي . 



 د ياد ولووړ دى چې په    خوا هم د ځوانانو د اړيكو او معلوماتو مركز له خوا دواليبال ،فوټبال اوكركټ سيالۍ جوړې شوې وې . چې ډېرى لاس ته راوړنې يې درلودې  .