دخوږياڼو په شيرزادو ولسوالۍ کې دپوليسو او وسلوالوطالبانو ترمنځ په نښته کې دواړه لورته مرګ ژوبله اوښتې ده .
دننګرهاردوالي د دغه نښتې دپخلي ترڅنګ وويل چې نښته تيره ورځ وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې وسلوالو طالبانو بريدوکړ .
والي زياتوي په دغه نښته کې پنځلس وسلوال طالبان وژل شوي اويوپوليس هم ټپي شوى دى .
ويل کيږي په وژل شويوطالبانوکې اته تنه پاکستاني اودرې دطالبانو سيمه ييز مشران دي
طالبانو په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند کړى