دجون دمياشتې شلمه نيټه دکډوالو دنړيوالې ورځې سره سمون خوري
دملګرو ملتونو سازمان له تيرو لسو کلونو څخه ددغې ورځې لمانځنه کوي او دهغې موخه په ټوله نړۍ کې دګډوالو ستونزو ته دپام راړول بلل شوي دي.
اوسمهال په ټوله نړۍ کې دوه څلويښت ميلونه کډوال شتون لري چې له هغې ډلې څخه دوه اشاريه اته ميلونه يې افغانان دي ويل کيږي چې افغانان دنړۍ په نهه شپيته هېوادونو کې ژوند کوي او ددغو کډواليو لامل زياتره اقتصادي ستونزې بلل شوي دي.