کور / هراړخیز / د انټرنيټ لنډه پيژندنه

د انټرنيټ لنډه پيژندنه

منبع : ايکسپريس نيوز اخبار

د انټر نيټ کليمه ددوه برخو اخيستل شوې ده چي د انټر ، انټرنيشنل او نيټ ، نيټورکينګ ده دا يوه داسي پراخه ناسوداګيز پروګرام دي ؛چي د نړي هر سړي له دي پروګرام څخه برخمن دي او واک اواختيار لري چي انټرنيټ وکاروي ددي پروګرام لارښوونه يوه اداره کوي چي د آي ايس او سي په نامه ياديږي چي ټول کارکوونکي او انجنران يي داو طلبان دي.
په ١٩٩٤ زيږديز کال کي د انټرنيټ دکارولو مينه وال نږدي دري ميليونه وګړي وو چي زياتره په کې امريکايان وو،
خو پر ٢٠٠٠ زيږديز کال په ټوله نړې کې ددي پروګرام د کاروونکيو شميره نږدي دري ميليونو وګړو ته ورسيده ،
مګر ددي پرگرام سمبالوونکيو کارکوونکيو د اټکلي وينا له مخي ويلې ؤ ، چي په ٢٠٠٥ زيږديز کال کي به د انټر نيټ د کار کوونکيوشمير١ بيلين وګړيو ته ورسيږي،
د انټرنيټ هر مخ د ويب په نامه ياديږي ياني که هر څوک، دفتر هر هيواد ،نادولتي موسسه يا اين جي او اوسوداګيزه کرخونه وغواړي چي يو مخ دځان سطحي سره وګوري .
نو هغه بايد دغه خپل مخ راجسټر کړي او بيا ورته يو نوم ورکول کيږي .
په داسي ترتيب سره ډبليو ډبليو ډبليو ټکي وړانګه ټکي کام چي ډبليو ډبليو ډبليو نه موخه بين الملي يا ورلډ ويد ويب او له منځني نوم څخه ، چي وړانګه دي ، د يوه دفتر نوم دي او له کام څخه کمونوکيشن موخه ده ياني ارتباطي مخ او کله چي موږوغواړو ددي په اړه معلومات تر لاسه کړو نو همدغه پته به په انټرنيټ کي ليکو او بيا به دغه مخ موږ ته معلومات راکوي ،
په نړيواله سطحه نږدي يو بيليون د انټرنيټ پتي او مخونه شته چي په ١٩٩٦ زيږديز کآل کې نږدي
[ ٦٢٧٠٠٠ ] مخه راجسټر شويدي او په ٢٠٠٠ زيږديز کال کي نږدي ١٨ ميليونه مخه راجسټر شوي دي.