په هره حادثه باندې بايد د هغو د پايلو پر اساس قضاوت وشی. د تورن اسمعيل زيانکاره کارونه تر اوسه دوام لری او ايران په افغانستان کې د فتنو په کولو برلاسی لری. د هغوی جواسيس او همکاران اوس زرهاووته رسيږی او په پيسو او وسلو سنبال دی. ايران د خپلو جواسيسو په لاس حوادث رامنځته کوی او د هغې نه د خپلو ليکوالانو او ژورناليستانو په قلم د ځان په ګټه تحليل او تفسير جوړوی او په همدې وسيله عامه ذهنيت ته د ځان په ګټه تغير ورکوی، نو ځکه لازمه ده، د تورن اسمعيل افغان دښمنه اعمالو ته په وروستيو کلونو کې اشاره وشی.
د نړۍ په مستقلو هېوادونو کې که چيرې د اردو يو افسر د بل هېواد په ګټه بغاوت وکړی ، د ملی خاين په نامه اعداميږی.. همدا اوس که چېرې د ایران د اردو افسر د افغانستان په ګټه بغاوت وکړی، په دې کې شک نشته چې هغوی به يې د ملی خاين په نامه اعدام کړی. خو تورن اسمعيل ايران ته د تيښتې وروسته د ايران د حکومت د ادارې لاندې د جمعيت اسلامی نظامی او سياسی پايګاه جوړوی او ځان په جهادی شخصيت بدلوی. د مجاهدينو په وخت د هرات د والی يا امير په حيث مقرریږی. د هغه ضد افغانی جناياتو ته په دغه دوره کې پام نه کيږی. خو کله چې ۲۰۰۱ کال نه وروسته بيا د هرات د والی په حيث ټاکل کيږی، د هغه جنايات د بشر د حقوقو د سازمانونو له خوا ثبت کيږی. زه دلته يوازې د هغې يوې وړې برخې ته اشاره کوم چې په لاندې انټرنيټی آدرس کې موجوده ده:
خو کله چې ۲۰۰۱ کال نه وروسته بيا د هرات د والی په حيث ټاکل کيږی، د هغه جنايات د بشر د حقوقو د سازمانونو له خوا ثبت کيږی. زه دلته يوازې د هغې يوې وړې برخې ته اشاره کوم چې په لاندې انټرنيټی آدرس کې موجوده ده: http://hrw.org/reports/2002/afghan3
اسمعيل د هرات له ولايت څخه د پښتنو د شړلو دا کرغيړن اعمال تر سره کړی دی: (پښتو ژباړه)
((- د کهسان ولسوالۍ د قلعه سردار په کلی کې د پښتنو اڅکزی قبيله ژوند کوی. د دوی د کرځمکې د يوې لويې ويالې په وسيله اوبه کېدې. دغه وياله د تورن اسمعيل د ډاکه مارانو له خوا خرابه کړای شوه. ددې کار په نتيجه کې د کلی اوسیدونکو له کلی نه کډه وکړه، ځکه د هغوی ځمکې وچې شوې.
– د اځکزی او نورزی قبيلې چې د غوريانو د ولسوالۍ اوسیدونکی دی، د رې شپې او ورځې د هغه تر حملې، تجاوز او محاصرې لاندې واقع شول. په دغه موده کې د هغوی ټولې پيسې او ګاڼې لوټ شوې. خلک پخپلو کورونو کې ووهل شول، په ښځو يې تجاوز وشو او زيات تعداد ځوانان له ويرې نه وتښتېدل، چې بيا هيڅ وخت د جنګسالارانو له ويرې نه بيرته خپلو کورونو ته ستانه نه شول.
– د ګلران ولسوالی په کامل ډول پښتانه دی چې په هغې کې اڅکزی، ساکزی او علی زی قبيلې ژوند کوی. دغه درې قبيلې په مالی لحاظ له نورو قبيلو نه قوی دی. په هرات کې ډير خلک په دې عقيده دی چې جنګسالار اسمعيل خان د هغوی له اتحاد او مالی نفو څخه په وېره کې ؤ. ددې له پاره چې د هغوی يووالی او قوت له منځه يوسی، په هغوی باندې يې غټې ماليې حواله کړی.))
اسمعيل خان د ۲۰۰۴ کال د می په مياشت کې د يوه ياغی والی په توګه د مرکزی حکومت له اوامرو څخه د نه اطاعت، د پښتنو پرضد د تحريکاتو پر کولو، د هرات د ګمرک د عایداتو د غلا کولو، چې په ميليونونو ډالره کېدل، او نورو جرايمو له کبله د خپلې دندې نه لرې کړای شو. په همدغه مهال د دغو حوادثو په ارتباط يوه خاصه راديويی خپرونه د يوې مشهورې راديو له خوا جوړه شوه، چې ټيپ يې زما سره موجود دی. په دغه خپرونه کې د کابينې يوه وزير د ده د لرې کولو د دلايلو په جمله کې وويل: که چيرې تورن اسمعيل د خپلې دندې نه نه وای لرې شوای، هغه د هرات ولايت له افغانستانه جلا کاوه.
ددې خبر په اوريدلو سره ټول وطنپال افغانان منتظر ؤ چې اوس به تورن اسمعيل د ملی خيانت په جرم محاکمه او په شديده جزا محکوم شی، خو برعکس د هغه رتبه نوره هم لوړه شوه او د وزير په چوکۍ کښېنول شو.
اوس د افغانستان پر ضد د ايران د دسیسو په ارتباط نوی حقايق را برسيره شوی دی. ښاغلی (جميل بامی) په تهران کې افغانی پخوانی ديپلومات په افغان – جرمن انټرنيټ سايټ کې په (۲۰۰۷،۱۱،۱۰) نېټه د ايران د خطرناکو پلانونو په ارتباط داسې ليکلی دی: (پښتو ژباړه):
((د ايران شوم پلانونه انوری له سره پيل کړل… ددې پلانونو د عملی کولو له پاره لمړی له تورن اسمعيل څخه استفاده وشوه… او اوس دا پلانونه د ايران پيژندل شوی جاسوس اوسنی والی، ښاغلی انوری، له خوا په هرات او بادغيس کې عملی کيږی.
زه له ۱۹۸۵ څخه تر ۱۹۸۷ کال پورې په تهران کې د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت دوهم سکر تر وم. خوشبختانه د يو تعداد افغانانو سره د خپلې دندې په ارتباط په تماس کې وم چې د آخوندی رژيم د يوه شوم او خطرناک پلان څخه د خپل هېواد –افغانستان- په اړه خبر شوم. بيا مې د همدې پلان په اړه د سفارت مسئولينو او عبدالوکيل خارجه وزير ته داسې وليکل:
د ايران استخباراتی دستګاه د ښاغلی رفسنجانی، قطبزاده او شريعت مداری د نظر لاندې د شاه د وخت د پلانونو په تجديد کولو(چې د هغه وخت په استخباراتی دستګاه «ساواک» کې جوړ شوی وه) په نظر کې لری چې د هرات، فراه، نيمروز، غور او بادغيس ولايتونه د هغو افغانانو جهادی مشرانو چې د حزب وحدت برخې تشکيلوی، محلی متنفذين، د هزاره قوم مشرانو او د وخت د رژیم د دولتی ارګان ښاغلو سلطان علی کشتمند، په تهران کې مقيم شارزدافر اسد الله کشتمند، عوض نبی زاده، ښاغلی سرابی… په وسيله تجزيه کړی. د دغو ولاياتو د تجزيی په خاطر اپراتيفی عمليات د «کرم ابريشم» تر مستعار نامه لاندې سرته ورسوی.
لمړۍ مرحله: په ظاهر کې د ايران څخه د ټولو هزاره قومونو جبری اخراج او د ايران سره په پولو کې په هرات، بادغيس، نيمروز، او فراه کې د هغوی استوګن کول او د ايران د استخباراتو په پيسو د هغوی ترتيب او تنظيمول، عاجل کورونه ورته جوړول، د څاګانو ايستل، د جوماتونو جوړول. په دغو ولاياتو کې خصوصاٌ د هزاره قوم له پاره تکيه خانې، شفاخانې، د کرهڼې او مالدارۍ فارمونه، مدرسې، ښوونځی او د وړو پوهنځيو جوړول. د مشهد ، تائبات، تهران او قم نه د ملايانو او ايرانی او افغانی امامانو ليږل او روزل. د ايران د رژیم په سبک د فرهنګی مرکزونو جوړول، د فارسی کتابونو تاليف او چاپول.
دوهمه مرحله: د هزاره قومونو د استوګن کولو وروسته د دغو نويو استوګن شويوهزاره ګانو پرضد د ځايی اوسیدونکو تحريکول، چې د هغوی له ميشت کېدو سره قوی مخالفت وکړی او په دې ډول د قومی مليشې او مذهبی ګروپونو پیدا کول او بيا د ځايی اوسیدونکو سره د مقابلې له پاره په ايرانی وسلو باندې د هزاره ګانو وسله وال کول.
د امنيتی فضا خرابول او اختلافاتو ته شدت ورکول تر هغه ځايه پورې چې هره خوا بله قتل عام کړی. ددې ټولو نه وروسته هزاره ملاامامان بايد مجبور کړل شی چې د ايرانی مطبوعاتو په وسيله داسې اعلان وکړی ، چې «موږ تير وخت کې د ايران يوه برخه ؤ او اوس دوباره له ايران سره د يوځای کيدو غوښتونکی يو» دغه ملا امامان د بيا دغه کړکيچ په داسې تبليغاتی جګړه بدل کړی، چې بيا د ايران او افغانستان په رسمی مناقشې بدل کړای شی.. ددې ټولو نه وروسته به د ايران دولت خپله ارضی ادعا له ايران سره د افغانستان د دغو ناآرامو سيمو د الحاق په ارتباط وړاندې کړی. ګويا دا چې له ايران سره په سرحد کې اوسیدونکی خلک غواړی د ايران سره يوځای شی.
ښاغلی بامی ليکی: اوس د 500,000 په تعداد د ایران سره په سرحدی ليکه … د هرات په نورو ځايو او بادغيس کې استوګن شوی دی، چې د ايران د استخباراتو له خوا هغوی ته په سرعت کورونه، مکتبونه، مدرسې، روغتون او مقدس مذهبی ځايونه جوړيږی او دا ټول خلک د ايران له خوا په سپکو وسلو، کلاشينکوف وسله وال کيږی. اوس انوری په هرات کې د ايران له خوا کرکجن پلان عملی کوی. همدارنګه د ايران د استخباراتو ډير زيات افراد چې خپل وجدان يې خرڅ کړی دی او مات قلمونه لری، په مطبوعاتو، پارلمان، وزارت خانو کې د مقام او قدرت نه برخمن دی. .. هغوی د ايران سره د يوځای کيدو آواز پورته کوی… لکه د لوی خراسان جوړېدل، موږ افغانان نه يو، افغانستانی يو، پښتانه د يهودو له نسل څخه دی، موږ د ايران د نسل څخه يو، د احمد خان ملتانی په لاس جدا شوی يو… چې دا ټول… د بويناکو سايټونو له خوا خپريږی. همدا اوس د ايرا سفارت خانې د دغو نشراتو او افرادو تمويل کوونکی دی.))
همدا رنګه د افغان – جرمن په انټرنيټ سايټ کې په (۲۰۰۸،۰۱،۲۱) ليکوال ښاغلی حامد شينډنډی داسې ليکی: ((ايران په هرات او سويلی ولاياتو تل پر هغو کسانوپانګونه کړې ده چې د ايران او شعيه مذهب د ګټو په خوندی کولو کې اغيزناک تماميږی. د بن په کنفرانس کې د مصطفی کاظمی،سید حسين انوری، محمد محقق، خليلی او نورو د برخې اخيستنې تر شا په مستقيمه توګه په ملګرو ملتو کې د ايران د استازی لاس ؤ. دغه لاس په منځمهاله، لڼډمهاله او اوسنۍ اداره کې د ايران پلوو کسانو د ونډې غوښتنه کړې ده.
… که اسمعيل خان اوس په هرات کې نشته، ځایناستی يې تر هغه د ايران ګټې ښې او اغيزناکې خوندی کوی… د سنی او شعيه مذهبی جګړو سرچينه د هرات د والی په توګه د سيد حسين انوری ټاکل کيدل وه. انوری همدا چې د ولايت په چوکۍ کښیناست، شعيه هزاره ته يې د هرات ولايت د تذکرو ويشل پیل کړل او په څو اونيو کې يې (۷۰۰۰) تنو ته تذکرې وويشلې. دغه شعيه مذهبه وګړی له بيلا بيلو سيمو هرات ته کډوال شوی وه او يا پخپله د انوری په غوښتنه هلته تللی وه. دې مسئلې په هرات کې قوی مذهبې شخړوته پکی وواهه او ان کرزی اړ شو چې پخپله هرات ته ولاړ شی او له هراتيانو پرته نورو کسانو ته د تذکرې د ويش چارې بندې کړی، خو دا لړۍ بيا هم تر اوسه روانه ده. …
انوری د خپلو فاشيستی او ايران نوکرو پاليسيو په رڼا کې د اسلام کلا په شاوخوا او له ايران سره په سرحدی ښارګوټی اسحاق سليمان کې ټولې ځمکې پر هزاره ګانو وويشلې او د هرات د سیاوشان سيمې دولتی ځمکې او د ښار مهم ښارګوټی يې پخپلو همفکرانو او شعيه هزاره ګانو ويشلې دی.
… د کورنيو جګړو پر مهال د ايران او هزاره توکم ګوندونو د مشرانو په فکرونو کې څو مهمې نقشې وی. يوه نقشه داوه چې د کابل لويديز او په بهسودو کې د هزاره جاتو ترمنځ يوه ارتباطی لاره ټينګه کړی… دغه نقشې دمګړۍ د حامد کرزی د دولت د بې توحهۍ له امله پلې شوې…ايران به نور دغه ارتباطی لاره د يوې ستراتيژیکې لارې په توګه وکاروی. … په بلخ کې د مزارشريف د شاوخوا ځمکو اصلی پيرونکی پخوانی شعيه جهادی قوماندانان دی. د حزب وحدت هڅه پر حيرتانو کنترول دی او نن تر ډيره په هغه سيمه کې شعيه هزاره وګړی پراته دی. په هرات کې د جبرئيل، سيد قنات کلا او حاجی سيمو ټولې ځمکې شعيه هزاره وګړو اخيستی او لړۍ يې تر اسلام کلا پورې رسيدلې… له ايران سره د سيد حسين انوری د ميليونونو ډالرو سوداګری او د ګمرکو پرعايداتو خېټه اچولې… د لوی څارنوال عبدالجبار ثابت د څرګنونو پر بنسټ، انوری د دغو سوداګريو يوه افغانی ماليه هم نه ورکوی. په دوبۍ، جرمنی او نورو هېوادونو کې د افغانستان پرملکيتونو د مصطفی کاظمی اوخيو او د سيد حسين انوری د تره زامنو خېټه اچولې… همدا اوس له ایران سره د ګاز او نورو توکو د واردولو ټول تړونونه د سید حسين انوری له خوا ترسره کيږی… د جامعې په نامه د سيد حسين انوری خپرونه په خلاص زړه د پښتون سپکاوی کوی. نه يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مخه نيسی او نه څوک د نيوکو جرئت لری. انوری کوچيان وحشی ځناور او … بولی ، خو که د ده په قوم او پاليسيو «اراده» څه وليکی، تر کرزی او نړيوالې ټولنې پورې ټول عالم پرې غږوی… هغه څه چې ايران په افغانستان کې په کلونو کلونو جګړو کې تر لاسه نکړای شوای، اوس يې په ساده او آسانه تر لاسه کوی.))
که چېرې دې ټولو حقايقو او اسنادوته وکتل شی، په ښکاره به دا ثابته شی چې ايران او نورو هېوادونو زموږ د وطن د تباهۍ له پاره خطرناکه پلانونه عملی کړی دی. ليدل کيږی چې د دغو ټولو خارجی دسيسو په مقابل کې چې د مذهب او ژبې تر نامه لاندې روانې دی، افغانان د واحد افغانستان د ساتلو له پاره نه منظم سياسی تشکيلات لری، نه کوم دولتی ارګان چې د دغو لوی ناورین سره مقابله وکړی، نه داسې يو قوی ګوند چې قربانی ورکړی او ټول افغانان په هغې باور ولری او د هېواد دملی ګټو دفاع وکړای شی.
تېرو شپږو کالونو وښوده، هغه دولتی تشکيلات چې د افغان دولت تر نامه لاندې موجود دی، په حقيقت کې د دغې دسيسې د عملی کولو له پاره يو سرپوښ دی چې خلک ويده وساتی او تر شايې کرغيړن پلانونه تکميل کړی. ظاهرا خلک حکومتی تشکيلات، کابينه، پارلمان او نور ګوری او فکر کوی چې هرڅه سم دی. حال داچې محتوا کې بل څه روان دی، یعنې شکل افغانی او محتوی ضد افغانی ده چې نتيجه به یې ملی فاجعه وی.
که چيرې شاوخواته وګورو، د افغانستان نه په دفاع کې لوی قوت صرف خاموش اکثريت دی چې د افغانانو د دشمنانو له خوا تر نظامی او اقتصادی دايمی تهديد لاندې واقع شوی او ترې هرڅه اخيستل شوی دی. که چېرې دا خاموش اکثريت يو ځل بيا په حرکت راشی، نو بيا به دا ټول د پردو نوکران د څه کولو توان ونه لری. دا کار د هغو افغان روشنفکرانو په لاس کېدای شی، چې صرف افغانستان او افغان ته تعهد ولری.
افغان وطنپالونکو ته لازمه ده چې ټول سياسی نظريات او ايديالوژی ګانې همدې هدف ته استخدام کړی. دا وطنپالونکی که په مستقل ډول شخصيتونه وی او يا په کوم ګوند يا حلقې يا تشکل پورې اړه و لری، بايد خپل ټول امکانات په منفرد يا جمعی ډول د ګران افغانستان دفاع ته وقف کړی. د افغانانو د هېواد ارضی تماميت، برم او افتخار او واحد هېواد د ساتلو په خاطر لاسونه سره ورکړی. داسې يو حرکت بايد د يوې داسې جبهې شکل پیدا کړی، چې غړی يې يوبل ته د خپلو نظرياتو په بيان کې آزاد وی او متقابل احترام ولری. د داسې جبهې لارښوونه بايد جمعی وی او هر څوک د خپل سياسی تکتيک په انتخاب کې د مشترک هدف له پاره د عمل او نظر آزادی ولری. کيدای شی ددې هدف له پاره سياسی کړۍ د يو بل سره په ارتباط کې نه وی او هر يو په مستقل ډول حرکت وکړی، خو په پای کې د هغوی د حرکت دوام پخپله د مشابه کړيو د نږدې والی سبب ګرځی او په واحد غورځنګ د بدلېدو امکان پیدا کوی. اوس دا يو روښانه حقيقت دی چې که چيرې نن افغانان را ويښ نه شی، سبا به ناوخته وی. ځکه اوسنۍ نسبی آرامی د يوه بل طوفان د راتلو د مخه خاموشی ده.*