ټاكل سوې ده چي نن د شنبې په ورځ د كندهار د ښووني او روزني رياست د مخكي په څېر د ديني عالمانو څخه د ديني علومو ازموينه واخلي او برياليو كسانو ته د بريا وروسته د دولسم ټولګۍ د سوې درلودني فراغت ليك وركړي نو ديني عالمان او هغه كسان چي ديني زده كړي يې كړي وي او غواړي چي په نومړې ازموينه كښي برخه واخلي د رياست مقام ته دي نن د نوم ليكني دپاره ورسي او خپل نوم ليكنه دي وكړي . ګډون کوونکي تر نوم ليکني وروسته خای پر ځای په ازموينه کي برخه اخستلای سي .