کور / هراړخیز / عثماني امپراطوري او پر خلاف یي د صلیبیانو سازشونه (۲۴مه )

عثماني امپراطوري او پر خلاف یي د صلیبیانو سازشونه (۲۴مه )


مکمل  غیرسیاسي : یو تاریخي په زړه پورې   ناول .
زمونږ د هیواد  ګوډ تیمور څوک  دې ؟
اوس  تاسې ددې تاریخې ناول څلور ویشتمه برخه  لولئ :


*****۴۱


ظالم او جابر  تیمورلنګ   دعیسایانو په  لمسون د خپل اته  لکه  فوځ  سره یو ځاې  د سلطان  بایزیدیلدرم   د سیمو په لور  مخته  راتګ   پیل کړې و . تر هر څه  لمړۍ هغه د سرحدي  ښار  سیواس  په لور  مخه  وکړه ، دسیواس  د ښار د  ساتنې  له پاره د سلطان  بایزیدیلدرم    زوي ار طغرال  مامور  و . دهغه  سره  همغه د سیواس  د ساتنې  له پاره  نژدې  لس  زره  فوځیان و . په ښکاره  توګه خو  د لس زره  ترکی  عسکرو او د یرغل کونکی  تیمور لنګ د اته   لکو   عسکرو  موازنه په  هیڅ  صورت   شوني  نه ده . لیکن د سلطان  بایزیدیلدرم   زوې  ارطغرال  په ډیره میړانه د تیمورلنګ د عسکرو مقابله وکړه  چې داسې وختونه په  تاریخ کې ډیر کم  تر لاسه کیږي .


تیمورلنګ  د سیواس  ښار ته درسیدو  سره  سم  د ښاره   په لږ  څه واټن کې  پړاو   وکړ . په خپله  په پړاو کې پاته شو .  ځکه  هغه د سفر  څخه  ډیر  ستومانه  شوې و. د هغه وخته  راهیسې چې  هغه  ګوډ  شوې  و نو هغه  په  د آس  یا اوښ  باندې د سفر کولو په وخت کې  د اوسپنې  د سیخانو  څخه  جوړ  شوي  یو کجاوه  جوړه کړې وه  ، نو هغه په  دهمدې کجاوه کیناسته او سفر  به یې کاوه . سیواس  ته په را رسیدو سره  تیمورلنګ په خپله  په پړاوکې ارام  پيل کړ . او دلښکر  قومانداني یې خپل  ډیر تکړه سالار نورالدین اوخپل  لمسي   شهزاده محمد  ته  پریښوده .


تیمورلنګ  په خپله کورنۍ  کې   په خپل  لمسي   شهزاده  محمد  باندې تر ټولو  ډیر  باور  درلود ،او اوس هغه خپل همدغه  لمسې  خپل ولیعهد  هم ټاکلي و. ځکه د تیمورلنګ  تر ټولو ستر  زوې  جهانګیر  اودهغې وروسته دهغه  بل زوي  عمر شیخ  لا ترمخه  د نړۍ  څخه  کوچ کړې و . دهغه دریم زوې  میران شاه  ډیره  ناوړه او بې  عقله  انسان و . دهغه  څلورم  زوې  شارخ،  چې اوس د ځوانۍ  ددور څخه تیر شوې و دجنګ اوجدل سره  یی  هیڅ  علاقه  نه درلوده. نو په دې خاطر  تیمور لنګ په خپل لمسي  شهزاده محمد  باندې تر ټولو  زیات  باور  درلود . هغه د خپلې  زړه  ورتیااو میړانې په اساس  په لښکر  کې  هم  محبوبیت  درلود.


دشهزاده محمد  نه علاوه د تیمور لنګ  خپل سپه سالار  نورالدین  او نور  لمسي  شاه ملک  ته  هم  ډیره  خوښ و . دا دواړه  ډیر  زیات  بهادر، میړني او د ډیرې ښې  جنګی تجربي  خاوندان  او ډیر ښه  توره  وهونکی و و . ددې نه اخوا   د خپل عقل او فکر  له  اړخه  هم  دوې دواړه  د تیمور  لنګ د سترګو  دنور  حیثییت  درلود. خو ددې سره سره  بیا  هم  دتیمور  لنګ  له نظره دا دواړه د مملکت د امورو د پر مخبیولو  وړ نه  و .


په  هر صورت د سلطان  بایزیدیلدرم   سرحدي  ښار سیواس  ته  درسیدو سره  سم  تیمور  لنګ  خپل  لمړنې پړاو  وکړ ، او بیا یې خپل پړاو په دوو  برخو وویشه ، یعنې  د عسکرو د هر ډلې  شمیره  یې  څلور لکه  و ساتله ، یوه برخه  یې د  خپل سپه سالار نور الدین  تر   قوماندې  لاندې پرې ښووله ، اوبله  برخه یې د خپل لمسي  شهزاده  محمد تر قوماندی  لاندې  ورکړه . دواړو  ته یې د سلطان  بایزیدیلدرم   سرحدي  ښار  باندې  دحملي کولو او د وخت د ضایع کولو  پرته  ددې  ښار    د نیولو  حکم وکړ .


به ښار کې د سلطان  بایزیدیلدرم    د زوې  ارطغرال  سره دلسو  زرو  نه زیات    فوځ  نه و .هغه د ښار په منځ کې یو عسکر  هم  دیره  نه کړ . د سیواس د ښار دروازې  ډیر  کلکې اوغښتلې وې ، په دې اساس  ارطغرال   ډاډمن و  چې د تیمور  لنګ  تاتاریان  په  هیڅصورت  و نه توانیږي  چې د ښار  دروازي ماتې کړې  اودننه  را ننوځي ، نو په دې  خاطر  یې د ښار  د دروازو د  لا ټینګښت  له پاره    دخپلو  فوځونو څخه  پنځه زره  کسان د ښار په دیوالونو باندې  د پاسه   و ټاکل.  ځکه  دهغې  لورې  چې  دتیمورلنګ  سپه  سالار نورالدین  یرغل کاوه  .   په داسې حال کې  چې  خپل  نور پنځه زره  فوځونه یې  په هغې لورې و ټاکل  چې د  تیمورلنګ  ولیعهداو دهغه لمسي شهزاده محمد   د هغې  لورې  غوښتل  یرغل  وکړ ي .


که له یوه  اړخه د تیمور  لنګ تاتاریانو په خپل  ظلم ، وحشت  او بربریت کې  مثال نه  درلود ، او په  نړې کي یې کوم  ثاني نه میندل کیده ، د بله اړخه د سلطان  بایزیدیلدرم    زوې  ارطغرال  هم  ځان ځارني  ، زړه ورتیا ، او میړانې کې ټولو  ترکانو ته ماته ورکړي وه. هغه وخت   چې  تیمورلنګ  دخپلو  اته لکو  فوځونو سره د سیواس د ښار په لور  وړاندي تګ  کاوه ، نو د ارطغرال  جاسوسانو  هغه ته د  مخه د تیمورلنګ دتاتاریانو د یلغار  په هکله   خبر ورکړي و . نو په دې خاطر  د تیمور لنګ د فوځونو د  رارسیدو نه مخته  ارطغرال  د ښار د دفاع  له پاره  خپل  ځان  اماده  کړې و.


هغه  د هر څه تر مخه د ښار  ددروازو  په  ټینګښت  باندې  کار و کړ  بیا یې د ښار د دیوال  دپاسه  ستر ستر برجونه  جوړ کړل ، په  هغو کې  یې  کوچني کوچني  منجنیقونه  کیښوول ، او دهغې  سره یې د تیږو  ډیرې  و لګول . ددې منجنیقونو  تر مخه  یې د خپلو غشو ویشتونکو ډلې  و ټاکلي  او  د منجنیقونو تر شا یې  هم د غشو  ډیري کیښول ، ددې  څخه  اخوا یې د سیواس   ښاریانو  ته  دا مسؤلیت  ور سپارلې و  چې په خپلو کورنو کې  اوبه ګرمي کړې  اوبیا  ددیوالونو  سرونو ته د  اوبو  د وروستلو   له  پاره ملا وتړی ،  هغه د  ښار د دیوال او د برجونو  تر منځ   د خټو څخه  جوړ  شوي  ډیر زیات  لوښي ایښودي و، چې  په  هغه وخت کې د ارطغرال د وینا په اساس خلکو د اوره   څخه  ډک  کړل ، دا هغه وخت و  چې  د سیواس په ښار  باندې  د شمال  له  لورې  نورالدین او دجنوب  له لورې شهزاده محمد  یرغل کونکی و .


تیمورلنګ د ډیرې بې پروایی او غفلت  څخه کارواخست  او په خپل پړاو کې یې دخپل  زوې  شاه رخ  سره د شطرنج لوبه  پیل  کړه ، او خپل  سالار نور الدین اوخپل  لمسي  شهزاده محمد  ته یې   د  حملی حکم وکړ .


کله  چې د شمال  له اړخه نور الدین  او د جنوب  له اړخه  شهزاده  محمد  د سیواس د ښار  په  دیوالونو  باندې  د حملي  کولو  په خاطر  مخته راغلل نو یو قیامت  او حشر   جوړ  شو . تر هر څه دمخه د ښار د دیوالونو څخه پر هغوې باندې  د غشو  باران و اورید چې په پایلو کې یې  زیات شمیر تاتاریان  دلدل شول ، په دې  خاطر دهغوې لښکر  هملته  تم شو . بیا نو تاتاریانو  خپل  ستر ستر  ډالونه  را مخته کړل  تر څو په ښار باندې د غشو باران وکړي ، تر څو  دوې د  غشو ویشتونکو  څخه خوندي پاته شي ، ددې وروسته  هغوې  یو ځل  بیا  مخته تګ  پیل کړ .


هغوې  لا  څو  قدمه  نه  واخستي  چي د برجنو  څخه پرې د منجنیقو  په  واسطه د تیږو باران  پیل شو ، هغوې  خپل وړاندې تګ  و درواوه   بلکه  بیرته شاته ولاړل  تر څو  لږ  څه فکر  وکړي .


هغوې  یو ځل بیا په ځان کې  ځواک و موند او نورالدین  او  شهزاده محمد  دواړو  خپلو  فوځونو ته د  مخکې  تګ  حکم وکړ . دا ځل  دوې  بلکل دیوالو ته نزدې  شوي و . او اوس  هغوې  ډاډ من شوي  چې  د دښمن فوځ  چې  شمیره یې  په ښار کې د لسو  زرو  څخه  زیاته نه ده ، په  هیڅصورت    زمونږ  د حملې  څخه خوندی پاته نه شي. نو کله  چې  دنورالدین او شهزاده محمد  لښکر و د رسیو اوپاتخو  په مرسته د ښار  په دیوالونو د ورختلو هڅه وکړه نو نوې  قیامت  جوړ  شو .ځکه  چې دهغې  ځایه  ارطغرال   لښکرو  پر هغوې   جوش  اوبه  او د اور انګار  اوسکروټې  په داسې  اندازه  او په داسې  ګړندی توګه   را  خوشې کړې  چې زیات  شمیر  تاتاریان  یې هملته  وسوځول  او  له منځه یی یوړل ،پاته  یې  په  چیغو اوسورو  سره دهغه ځایه و تښتیدل  او په  شا شول.


د سلطان  بایزیدیلدرم   زوې  ارطغرال  د خپلو  لسو زرو  عسکرو  سره  چې  په  کومه  میړانه د تیمور  لنګ اته  لکه فوځونو  مقابله وکړه  نو دداسې مقابلې ، دداسې  ځان ځارنې اومیړانې  مثال  د تاریخ  په پاڼو کې  کم  تر سترګو کیږي . ځکه  هر ځل د تاتاریانو دا  یرغل په شا تمبول  شوي ،پر هغوې د جوش اوبو او د اور د سکروټو  را ورول  هغوې  څو  ځله  په شا تګ ته مجبور کړي  دي .


ویل کیږي چې تیمور لنګ  د خپلو  اته  لکو  فوځونو سره یو ځاې  نژدې  یوه اونۍ  دا ښار تر  خپلې محاصري  لاندي  و نیو  ددې محاصري په وخت کې  دسلطان بایزیریلدرم   زوې  ارطغرال  چې  دکومي ځان ځارني او میړانې  ثبوت وړاندې  کړ نو دهغې  مثالونه  هم په  تاریخ کې ډیر کم تر لاسه کیږي ، ارطغرال  و توانید  چې  پوره  اته لکه  فوځ  د سیواس د ښار  دیوالونو پورې  نږدې  هم پری نږدی  ، دښار د  محاصري  دغه  اوږودوالي  تیمورلنګ  په  غصه کړ  هغه  په خپل  سالار  نورالدین او لمسي  شهزاده محمد  باندې  ډیر  په قهر و  چې ولي یې د سیواس  په څیر کوچنۍ  قلعه  سوبه نه شوه کړاې .


په هر صورت  ارطغرال  د خپل  پلار سلطان بایزیریلدرم په لور  قاصدان  استولي و چې  تیمورلنګ  پرې  یرغل کړی  نو  په دې  خاطر دهغه  ملاتړ  ته  باید  راودانګي .


ارطغرال  په دې پوهیده  چې دهغه پلار په  لسګونو  میله   لرې   پړاو کړی دې  او دقاصد  د لیږلو او دهغه د بیرته راستنیدو پورې  هم میاشتې  لږیږی.  خو بیا یې  هم دښمن  تم کړې و  ، خو کله  چې  محاصره د یوې اونۍ  څخه زیاته اوږده  شوه  نو  دهغه سره  د خوراک  ذخیري  په ختمیدو  شوې ، او مجبور شو  چې د تیمور لنګ  سره سوله  وکړي او ښار  هغه ته حواله کړی .


دبایزیدیلدرم  زوې  ارطغرال  فکر کاوه  چې  تیمورلنګ  به  په سوله  ایزه  توګه  ښار ته  را ننوځي  او ښاریانو او یا د هغه لښکر ته به کوم زیان  ور  و نه رسوي ، خو هغه نه پوهیده  چې د تیمور لنګ  په  څیر  ظالم ، جابر او وحشي  انسان په دنیاکې  بل  پیدا کیږي نه . کله چې  ارطغرال  د سیواس  ښار  تیمور  لنګ  ته  حواله کړ نو تیمور لنګ  چې دهغې  کوم  حشر نشر و کړ  نو هغه  په تاریخ  کي   یوه  عبرتناکه  باب دې.


کله چې  دسیواس  ښار  تیمور لنګ  ته  حواله کړل  شو  نو تیمور لنګ  د خپل  بربریت ، ظلم او جبر څرګندونه وکړه ، هلته دمسلمانانو د لښکر څخه  یې  څلور زره کسان ژوندي  په زمکه  کې ښخ کړل  او پاته  ترکې عسکر  یې دهغوې  د سالارد سلطان بایزیریلدرم د زوي  ارطغرال  په  ګډون  ووژل .  د ارطغرال او دهغې  دملګرو  جرم داو  چې  هغوې د ښار  محاصره  اوږده  کړه او  مهاجم  لښکر یې پرې  نښود  چې  ښار ته  را ننوځي ، بلکه پر هغوې  غشي ، تیږې ، اور  او  جوش  اوبه   را پري ښودې او ډیر  زیات   زیان  یې ور واړاوه .


په هرصورت  تیمور  د سیواس  په ښار  ولکه  وکړه ، او دسلطان بایزیریلدرم د زوې  ارطغرال  په  ګډون  یې  څومره  مسلمانان  عسکر  چې  هلته موجود  و  ټول   یې  له یوه سره له تیغه تیر کړل . اوس  نو تیمور  لنګ  د لږ  څه  دمې  په خاطر  هملته دسیواس  په ښار کې  پړاو وکړ .


د سیواس  دښار د  سوبې  څخه  وروسته ، کله  چې تیمورلنګ د خپل فوځ  سره  هلته  قیام پیل  کړ او خیمي  یې  د رولې   نو بیا تیمور لنګ  د خپلو سالارانو  غونډه  را وغوښتله  ، په دې  غونډه کې دتیمورلنګ  سالار نورالدین ،  دتیمور  زوې  شا رخ ،  لمسي   او ولیعهد محمد ، بل  لمسې  الخ خان  او شاملګ  شامل و . کله  چې دوې  ټول د تیمور  خیمي ته ور سیدل ، دهغه  تر مخه کیناستل ،  تیمور  لږه  شیبه  په فکر کي ناست و.


په  دې وخت کې په خیمي کې  تر لږه وخته  پورې   خاموشي  او چپتیا وه ، تیمور  لنګ   غوښتل  په خپل مخکې ناستو سالارانو ته  څه ووایی  چې دهغې ساتونکې  را ننوت ،تیمورلنګ  ته  یې  تعظیم وکړ او بیا یې ورته وویل :


اقا!  هغه  دوه مخبران  چې د قسطنطنیي  لورې ته  تللې و  هغوې  را ستانه شوي او ستاسې  سره کتل   غواړي .


دې خبرې  تیمورلنګ  خوشحاله کړ او د لاس  په  اشاره   سره  یې خپل  ساتونکې ته حکم وکړ  چې  هغوې دننه  را پریږدي . کله  چې هغه دواړه مخبران  دننه  راغلل ، تیمور  ورته   تر ډیره  وکتل  او بیا یې ورته  وویل :


ووایئ  چې تاسې د ترکانو د سلطان بایزید  څخه  څه خبر  راوړې  دې ؟


په ځواب  کې دواړو مخبرانو  لمړۍ یو بل ته وکتل ، څه  پریکړه یې وکړه او بیا دهغوې  څخه  یوه  یې وویل :


اقا! د ترکانو د سلطان بایزیریلدرم د لښکر  جایزه مونږ هغه وخت  واخسته ، کله  چې  هغه  دخپل  لښکر سره یو ځاې  د پولوپ د  جزیرې  څخه تر قسطنطنیي  ته   کوچ وکړ . اقا! د هغوې د لښکرو  شمیره د یولک او پنځه ویشت  زرو  په  شاوخوا کې ده ، ددې  نه اخوا  د هغه په لښکر  کې دوه کسه ډیره  تکړه  سالاران  دي ، دهغوې  څخه  یو دهغه  اعلي سپه سالار   علي پاشا  دې  او  بل  دهغه  زوې  محمد  دې  . ددې نه  اخوا د بروصې  په  ښار کې   چې   دهغه کوم  زوې  دې  نو هغه هم د جنګی  مهماتو  نه علاوه دلښکر   د ډیرو غوره  منتظمینو څخه  شمیرل کیږي . خو د اروپا  په ټولو  جنګونو کې هغه  په  خپل سپه سالار  علي پاشا  باندې  ډیره تکیه کړی وه ، په ورستیو  جنګونو کې د بایزید  زوی  ولیعهد محمد  هم  شریک  شو.


مخبرانو تر دې ځایه  خبره وکړه نو تیمور  لنګ  ورته وویل :


دبایزید ، علي پاشا او ولیعهد   محمد په  ذاتي  ځانګړتیاو  باندې هم لږ څه  رڼا  واچوئ، تر هغو  چې پخپله  د بایزید پورې  اړه لری نو  زه  دهغه  د ځانګړتیاو  څخه   پوره  خبر یم ، نور و  جاسوسانو هم ماته دهغه  په  هکله ویلي دی . خوبیا  هم که  چیرې  تاسې ته دهغه په  هکله  څه  نور معلومات  وي  نو وي  وایاست ، دا به زما  د خوښۍ  سببب  شي  چې  زه  دهغه  او دهغه د سالارانو  علي پاشا  او ولیعهد محمد  د ځانګړتیاو  څخه خبرشم.


د تیمور لنګ  د وینا وروسته  هغه  بل مخبر  وویل :


اقا! تر هغې  چې د بایزیدیلدرم  پورې  اړه  لري  نو دهغه په اړه  چې مونږ  ته  څه ویل  شوي دي  هغه  دادې  چې  د جنګ په  دوران کې  هغه  د لښکر په منځ  کې نه  بلکه  د هغوې  څخه مخکې والي ته ترجیح ورکوي ،د خپلې برخې د لښکر  لار ښوونه کوي ، په  دښمن  باندې  د ګذار  کولو  له پاره  پخپله مخکې  کیږي  نو په دې خاطر دهغه  لښکرپر هغه  ځان  ځاروی .


تر هغو چې د علي پاشا  پورې  اړه لری  هغه یو  بې مثاله  سالار دې ،  ډیر  ستر ستر او  باغی  دښمنان  یې په خپل مخ  کې  را وپرزول دهغه د ښې   لاس  لوبه  ده . هغه د اروپا  ستر ستر  ځواکونه  په خپل  مخکې  و  ځپول ، داسې  ځواکونو باندې  یې شپینۍ  حملې وکړې  چې خپل  ځانونه  یې  نا قابل  تسخیر ګڼل ، اودهغوې پر خلاف  یې  ډیر   ښه  بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي .   پخپله   علي پاشا  د یوې  عامې  کورنۍ وګړې دې  ، دهغه پلار  یو  مسلمان  مبلغ  و  چې د  یونانیانو  لخوا په قتل ورسید. او وروسته  یې دوه  نور  ورونه هم   چې  دپلار د انتقام په خاطر  را وتلي و  د همدي  یونانیانو  ښکار  و ګر ځیدل . بیا دا علي پاشا  ډګر ته  راووت . هغه ټول  یونانیان  له منځه  یوړل  چې د مسلمانانو  مبلغینو په وژنه  کې یې  لاس درلود. اقا! دا علي پاشا  په  تیغ وهلو  او تورې  وهلو  کې  بې  مثاله دې  ، ډیرې  ښې  جنګې تجربي  لري  ، او سلطان بایزیریلدرم پرې  د ټول  څخه زیات  باور  او اعتماد کوي .


هغه معلومات  چې مونږ ته د  بایزید  دزوې  ولیعهد محمد په اړه تر  لاسه  شوي دي  نو دهغې  له  مخې دا شهزاده  د حکمرانۍ د اوصاوفو  لرونکې دې ، د یوناني  اسکاؤنټ  پر څیر  ازاد فکره.  وایې   چې  عثماني سلطنت  چې څومره د خپلو اسلافو داخلاقو   ممنون  دی  په همغه اندازه  د محمد د طبیعت  ،زکاوت  ، او میړانې  احسان مند  هم دی . دا شخصیت  ډیر زیات  زړه  ور ، شجاع  او په خوشحالۍ  باندې  مرګ ته غیږ ورکونکې  دې.  هغه وخت  چې  د ترکانو  فوځونو د پولوپ  د  جزیرې نه د  قسطنطنیی په لور  حرکت  کاوه  نو اقا ! دهغوې  سره  نژدې  د یولک  څخه  ډیر  فوځ  دې  او دوه  سالاران  لري ، چې یو یې  علي پاشا  او بل یي ولیعهد محمد دې .


تر دې  ځایه  راغلي  جاسوسان  چپ  شول  او تیمور لنګ د  لږې شیبي  له پاره  په  فکر کې   ډوب  شو . هغه یو ځل  بیا  سر را پورته کړ او  جاسوسانو ته یې  وکتل او په اشارې  سره یې  هغوې ته د رانژدې کیدو  حکم وکړ . دواړه  جاسوسان  لږ  څه را نژدې  شول  خو بیا  هملته تم شول  اما  هغه  ورته د نور  رانزدې کیدو حکم وکړ . کله  چې هغوې ډیر  را نزدې  شول  نو   د ځانه سره  یو ځاې یې  ورته  د کیناستو  حکم وکړ . کله  چې هغوې کیناستل نو تیمورلنګ  هغوې ته په ډیره  رازدانه  توګه  وویل :


ستاسې  له انده  د سلطان بایزیریلدرم دسالارانو د  مقابلې  له پاره  زمونږ په  فوځ کې څوک  ډیر مناسب  ښکاري؟   تر هغه  چې زما د زوې  شا رخ  پورې  اړه  لري  نو دهغه  عمر  اوس  خوړلې  ښکاري  هغه په  جنګونو کې د برخې اخستلو  وړ   نه دې ، او نه  یې  پخوا  په دغسې  وینه تویونکو  جنګونوکې  برخه اخستی ده ، هغه غواړي  د جنګ  څخه خپله  اوږه  خالي کړي ، پاته نور الدین ، زما ولیعهد محمد ، الخ خان ، او شاملک  دی ، اوس  ددې  څلور  څخه ووایاست   چې څوک  به دعلي پاشا  او دولیعهد محمد  مقابلې   وړ تیا ولري ؟


د تیمورلنګ دخبرو  وروسته  دواړو  جاسوسانو  په خپلو منځو کې  سره  و پسیدل ، مشوره یې وکړه  او بیا یي  په  همغسې   پټه توګه  تیمور لنګ  ته  وویل :


اقا! تر هغو  چې  د الخ  خان  او شاملک  پورې  اړه  لري نو دوې  دواړه  خو په هیڅصورت د علي پاشا او ولیعهد محمد  د مقابلي توان  نه لري . که  چیرې  تا هغوې  دواړه   دهغوې مخته ور  ولیږل  نو یاد ساته  چې  د سترګو په رپ کې  به   هغوې  هملته  ډیرې  کړل  شي .  له تاسره یواځې  ستا سالار  نور الدین اوستا لمسې  ولیعهد محمد دې  چې کولې شي د علي پاشا او  شهزاده  محمد د مقابلې  وړتیا ولري .


زما په فکر  چې  نور الدین دبایزید د زوې  ولیعهد محمد  سره  ټکر وکړي او ستا لمسي ولیعهد محمد دعلي پاشا  مقابلې ته ور  ودانګي ، زمونږ په فکر  به دا  مقابله تر څه ځایه  برابره   و ي او پایلې  به یې  هم ښې وي .


د خپلو مخبرانوپه دې مشوره  باندې  تیمورلنګ  خوشحاله  شو او  مخبرانو ته یې  په لوړ اواز  حکم وکړ  چې ولاړشئ او دمه  وکړئ  هغه  کار  مې  چې   تاسو ته سپارلې و  هغه  مو په  ډیرې  ښې توګې  سره تر سره  کړي دی.


دهغه په دې خبره دواړه مخبران  پورته  شول ،د تیمورلنګ  د خیمي  څخه بیرون  شول ،دهغوې د تللو  وروسته  تیمورلنګ  خپلو سالارانو ته  وویل  :


زمادوستانو!مونږ  چې دترکانو  ښار  سیواس  ولکه  کړ، دهغوې د لښکرو مو  ختم کړ . او د بایزید د زوي  ارطغرال  مو  وواژه ، نو یاد  ساتئ  چې  دا به  ډیرې  بدې پایلې   ولري او ددې پایلو له پاره  مونږ باید  تیار  واوسو . ددغو  دواړو جاسوسانو په خبره  چې همدا  اوس دخیمي  څخه  ووتل ، د ترکانو پادشاه سلطان بایزیریلدرم د پولوپ  په  جزیره کې   صلیبیانو ته  ډیره  بده ماتې ورکړې ده ،اوددې وروسته اوس د قسطنطنیی د محاصری  له پاره  را خوځیدلې دې ، ددې  ښار  د سوبې وروسته هغه  بیا  د یونان  په لور  خوځیږي  او  هلته د سینټ پیټر د معبد په قربانځاې کې  خپل  آس  تړي ، دا ځکه  چې هغه ددې کار  له پاره  سوګند کړې دې . خو مونږ  به هغه ته دداسې کار  کولو  مهلت  ورنه کړو . مونږ به هغه په اسیا کې د انقرې   په  شاوخوا  کې او هم د اناطولیه په میدانوکې  په جنګ  کې  مصروف  ساتو ، تر څو هغه  ته د اروپا  په لور  دفکر  کولو وخت   هم  پیدا نه شي .


زمادوستانو ! زه تاسې ته داویل  غواړم ، چې کوم  وخت  چې د سلطان بایزیریلدرم جاسوسان هغه  ته اطلاع ورکوي  چې مونږدهغه ښار  سیواس   ولکه کړې دې اودهغه  د زوي  په ګډون  مو د هغه  ټول  لښکر  له تیغه تیر کړې دې  نو  یاد  ساتئ  چې  سلطان بایزیریلدرم   به  زمونږد لښکر و  د شمیرې   د په نظر کې نیولو  پرته  دفاسفور س  د بحیرې  څخه   راتیر  شي  اوزمونږ لورې ته  په راتللو  کې   ځنډ  و نه کړي . هغه  څه   چې  ما دهغه د جرأت ، زړه ورتیا او  میړانې   په اړه اوریدلې دې ، دهغې په مطابق  به  هغه پرته  له ځنډه زمونږ په لور راځي او دصلیبیانو په څیر  به مونږ ته د ماتي د راکولو هڅه کوي .


تاسو  باید  دا خبره هم په  ذهن کې و ساتئ ،  چې ددې  تر مخه  هغه دوه ځله   ډیرو  درندو  لښکرو ته ماتې  ورکړې ده ، یو ځل د نایکوپولس  نه  بیرون  او بل ځل  دپولوپ  په  جزیره نما کې  یې د صلیبیانو  ستر  ستر لښکریی  مات کړي دي .


مونږ ته به د جنګ په دې میدانونو  کې د بایزید په مقابله کې دا  فوقیت  تر لاسه  وي  چې هغه  ددې تر مخه د پولوپ  په جنګونو کې  مصروف  و او بیا یې د پولوپ د جزیره نما  څخه  تر قسطنطنیي پورې  سفر کړې  دې .نو کله  چې هغه ته دا خبرونه ور  ورسیږی نو زما په فکر  چې هغه  به  په قسطنطنیه کې  یوه   ورځ  زیات وکم  تم شی او بیا  به زمونږ په لور  را وخوځیږي ، په دې  اساس  به دهغه  لښکر  زمونږ به مقابله کې  ستومانه  وي  او زمونږ لښکر  به تازه  دم  اوسي . نو مونږ  به د ترکانو دستومانتیا  څخه  ګټه اخلو او  د ماتی د ورکولو  هڅه  به کوو. اوس  نو   دجنګ  کومه طریقه  چې  ما  خپله کړې هغه  ته هم غوږ  کیږدئ.


لکه  څنګه چې  زما دواړو مخبرانو ویلي دې  چې  دسلطان بایزیریلدرم سره  نژدې  یولک  او پنځه  ویشت  زره   عسکر  دي ، هغه  به دهمدې لښکر سره یو ځاې زمونږ  مقابلې ته راځي ، زمونږ سره همدا اوس  اته  لکه  روزل شوې  فوځ  دې ، کله  چې د بایزید  د لښکرو سره  ټکر  پیلیږي  نو اول  به دغه ټول  لښکر  د هغه د لښکر  سره  ټکر وکړي  اوکله  چې مو د بایزید یلدرم  یرغل  تم کړ  نو بیا به  نورالدینه  ته  ددوه  لکو  عسکرو سره دبروصې په لور  ځې او دبروصې   ښار  به  ښختې  ښختي  کړې  ، هغه  به په خپله ولکه کې واخلې ،  او دبایزید یلدرم  ټوله کورنۍ  به بندیان  کړې  او ماته  به  یې  راوړي ،او دبروصې په خزاني به  ولکه  وکړي .


د نورالدین  تر څنګ  زما  لمسيه !  ته به دخپل  فوځ  سره د انقرې په لور  ولاړ  شی  او هغه  ښار  به  و نیسي،اودهغې  ځاې  هر څه  به راټول  او له ځانه  سره  به یې  راوړې  ،نوکله  چې مونږ خپل  لښکر  په درې  برخو  وویشو  نو  مونږ  ته  به  یې  ډیره ستره  ګټه تر لاسه شی .


نورالدینه ! کوم  لښکر  چې ته د بروصې په لور  له ځانه  سره بوځې دهغه  شمیره  به  د دوولکو په شاوخوا کې وي، اوهمدومره لښکر  به زما لمسي  محمد  هم  د ځانه  سره انقرې ته یوسي ، کله  چې تاسې دواړه   دغه دوه  دوه  لکه فوځونه  له ځانه  سره   یوسئ  ، نو بیا به هم زما  سره څلور  لکه فوځ  پاته شي ، زما لمسي  الخ خان ، او شا ملګ  به  د بایزید یلدرم  مقابله کوي ،ځکه چې په دې وخت کې به  بایزید یلدرم  زمونږ د مقابلې  له پاره ځانته  پاته وي .


هغه دا ډول  چې کله  چې نورالدین او  محمد  د بروصې اوانقري  په  لور مخه کوي  نو د بایزید  جاسوسان به سمدستي هغه  ته دا  خبرورسوي ، ښکاره ده  چې  بایزید به   پخپله د جنګ  میدان   نه  پریږدی او دمقابلي  له پاره به  پاته کیږی ، او ددغه دوو نوي پرانستل  شوي  محاذونو په لور به  خپل  سالار علی پاشا او  ولیعهد  محمد  استوي ، که  چیرې  هغه همداسې وکړې نو یاد ساتئ چې دهغه لښکر  به هم په درې برخو  باندې وویشل  شي . که  چیرې هغه درې  واړه برخې  برابرې  ساتي  نودهرې برخې  شمیره  به یې  څلویښت  زره  وي ، نو زما سره  چې دغه  څلور  لکه  فوځ  دې  نو دهغې په  مقابله کې د بایزید سره یواځی  څلویښت  زره  فوځ  پاته کیږی . اوهغوې ته هم هلته  زما د سالار نور الدین او  لمسی محمد  ددوه  دوه  لکو فوځونو  سره مقابله ور په   غاړه  ده،  زه  هیله من  یم  چې کله چې  زه دخپلو  څلور لکه  فوځونو  سره یو ځاې   د بایزید په څلویښت زرو  فوځونو باندې  غلبه  تر لاسه کړم ، نو په  همدې  تر تیب  به  نور الدین او محمد  هم  دعلي پاشا او  ولیعهمد محمد  په فوځونو باندې  غلبه  تر لاسه کړي  .  کله  چې داسې وشول  نو یاد  ساتئ  چې تر اوسه  چې مونږ  کوم  فتوحات  تر لاسه کړي دي نو زمونږ دا  فتوحات  به  په  نور ټولو  فتوحاتو  باندې  غالب  اوسي . ځکه  چې بایزید  یلدرم داسې یو حکمران دې ، داسې یو سالار دې ، داسې یو سلطان دې  چې تر  نن ورځي پورې  یې  د سترو سترو  جابرانو  تر مخ  یې د فتحې او سوبې  علاوه  د ماتې نوم هم  نه دې اوریدلې . هغه  د اروپا پر زمکو باندې د سترو سترو صلیبي لښکرو رمي  ماتې کړې   دي . زما دوستانو ! که  چیرې مونږ په دې میدانو کې  بایزید ته  ماتې ورکړو  نویاد ساتئ  چې  زمونږ  سوبه  به ،زمونږ او زمونږ د تاتاریانو  په تاریخ کې په  طلاي  ټکو  ولیکل  شي .


ترد ې ځایه د خبرو   کولو وروسته  تیمورلنګ  چپ  شو ، څه فکر یې وکړ او په پریکنده  توګه  يي  یو ځل  بیا وویل :  اوس  تاسې ولاړ شئ اوپه خپلو  خیمو کې ارام  وکړئ ، اوس  به مونږد  بایزید  یلدرم  له لورې د عکس العمل  منتظر واوسو .


د تیمورلنګ ددې حکم په اوریدو  سره  ټول  سالاران  دخپلوخپلو ځایو څخه پورته شول او د تیمورلنګ د خیمي  څخه  را ووتل .


پرلپسې لري……