کور / تازه خبرونه / طالبانو نن شپږ بهرني پوځیان ووژل

طالبانو نن شپږ بهرني پوځیان ووژل

ناټو ، پنتاګون او د انګلستان د دفاع وزارت خبر ورکوی چی طالبانو نن ( جمعه ) د افغانستان په بېلابیلو برخو کی د خپلو حملو په ترڅ کی د ناټو شپږ پوځیان وژلي دي . لومړنی یې برتانوﺉ پوځی دی چی د هلمند په نهرسراج ولسوالي کی چاودنی له منځه یووړ ، وروسته درې امریکایان په چاودنو کی ووژل سول ( خو د پیښی ځایونه یې نه دي ښودلی ) . وروسته دوه نور بهرني پوځیان په جنوب کی ماین والوزول .
په دې سره د برتانویانو تلفات ۲۹۹ سول . د امریکایانو تلفات هم ۱۱۲۴ ت ورسېدل .
بلحوا ، د جون په روانو ۱۸ ورځو کی ۵۴ بهرني پوځیان د طالبانو د الفتح عملیاتو قربانی سوي دی .