کور / تازه خبرونه / القاعده په عراق کی د طالبانو له تاکتیکه کار اخلی

القاعده په عراق کی د طالبانو له تاکتیکه کار اخلی

اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی عراقی القاعده والو اوس هلته په خپلو حملو کی د افغانی طالبانو د تاکتیک څخه کار اخیستل پیل کړی دی . القاعده چی په شنبه د بغداد په زړه کی پر مرکزی بانک کومه منظمه حمله وکړه نو د افسرانو یونیفورم یې اغوستی ، په ځانو پوری یې بمونه تړلي ، کلاشنیکوفونه او لاسی بمونه ورسره وه ، او دا هغه طریقه ده چی طالبانو څو څو ځله په کابل ، بګرام ، کندهار او نورو عمده ځایونو کی د خپلو حملو پر مهال استعمال کړې ده .
پر مرکزی بانک په نوموړې حمله کی ۲۵ کسان ووژل سول او په لسګونو هم ټپیان سول .
امریکایی کارپوهانو وویل چی په عراق کی دغسی کوماندویی او چریکی حملې سابقه نه لری او دا تاکتیک هغوی د طالبانو څخه زده کړ چی مخنیوﺉ یې ډیر مشکل دی .