د عوامي نيشنل ګوند د صوبه سندهـ ايالتي مرستيال فضل الرحمان اكاخيل د كراچي د مدينې كالونۍ په حيدره كښې خاورو ته وسپارل شو دكراچۍ په بيلا سيمو كښې حالات كړ كيچن وه ځاى په ځاى هنګامې وشوې او زياتره كاروباري مركزونه بند وه د شخصي ټلويزون د راپور تر مخه سهار محال ګڼ شمير موټران وسوځول شول ، لياري لى ماركيټ ، كارادر، ښارس، او قائد اّباد كښې د عوامي نيشنل ګوند دپلويانو او نورو پښتنو لخوا لارې دټرافيك پرمخ وتړل شوې او كارو باري مركزونه بند كړل شو ديادونې وړ ده چې د 12 ئمدپس دغه د ويم ګوزار دى چې پركراچې كښې پريښتنو كېږي.