کور / تازه خبرونه / دوه امریکایی پوځیان ووژل سول

دوه امریکایی پوځیان ووژل سول

پنتاګون او د امریکا « نیوز چینل ۱۳ » خبر ورکوی چی یو امریکایی عسکر وړمه ورځ د طالبانو سره په مخامخ جنګ کی وویشتل سو ، او دوهم پوځی هم پرون په هلمند کی طالبانو وواژه . خو په دواړو خبرونو کی نور تفصیل نه دی ورکول سوی .
په دې سره د امریکایی پوځ تلفات ۱۱۲۰ ته ورسېدل چی ۳۱ یې په تیرو صرف اوولس ورځو کی له منځه وړل سوي دي .