په ختيځ زون کې دافغان پوله ساتونکو ځواکونو قومندان جنرال محمدزمان مموزمي دکونړ ملي راډيو تلويزون ته وويل د اطلاعاتو له مخې مو مالومات ترلاسه کړ، چې دسرکاڼو ولسوالى دبهراباد په سيمه کې پاکستانى مليشاځاى په ځآى شوى، د دوى په ويناافغان پوله ساتونکو ځواکونو ته د دغو مليشو دنيولو امر وشو، چې دسرحدي پوليسو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې له پولې دېخوا راوښتې نهه تنه پاکستاني مليشه پرته له کومې جګړې ژوندي نيول شو ي او همدار از درې ورځې وړاندې په نواپاس سيمه کې دپولې دې غاړې ته راوښتې درې پاکستانى مليشه د پوله ساتونکو ځواکونو لخوا له وسلو سره نيول شوي وو.
د يادونې وړ ده چې افغان ځواکونو کره دوه اونۍ وړاندې دسرکاڼو ولسوالى په همدغه سيمه کې ديو افسر په ګډون اته تنه پاکستاني مليشه ژوندي نيولي و.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه