نيټه :٢٧غبرګولي
اسد اباد
په کونړ د ښځوچارو پخوانى رئيسه مرحبا کريمي اود هغي خاوند غلام غوث د استناف محکمې د اعدام سزا واوروله .
دکونړ په محاکمورياست کې دښځو چارو پخوانۍ رئيسي مرحبا کريمي ،دهغي خاوند غلام غوث اودهغوي ځوي انتظار دوهمه علني محکمه ترسره شوه .دمحمکمي په غونډه کې دولتي چارواکو،قومي مشرانواودمرحبا کريمي دوکيل ترڅنګ ګڼو کسانو ګډون درلوده.
دمحاکمو رئيس اود قضائې هيئت مشرمولوي سيدعالم نيکوزى دمرحباکريمي او دغلام غوث په اړه ابتيدائيه محکمې پريکړه چې مرحبا اودهغي خاوند غلام غوث ته مرګ سزا اورولى وه تائيدکړه .اودهغي ځوي انتظارچې نوموړي محکمې په دوه کاله بند محکوم کړي ؤ برائت ورکړ.
هغه وويل لکه څنګه چې دانتظار عمر ١٧ کاله دى اوڅارنوالۍ ،ورته دشلو کالو دبند غوښتنه کړي وه ،دوي دمحاکمودتشکيل اوصلاحيت دقانون ددوهمي فقري ددري ديرشمي مادي په بنسټ بري الزمه اعلان کړ.
دمرحبا کريمي مدافع وکيل محيب الرحمن اوخپله مرحبا کريمي دمحاکموله چارواکو وغوښتل چې بايد ددوي پر دوسيو اودوي ته په ټاکل شوي سزايو ځل بيا غور وکړي ،ځکه چې جرم دغلام غوٍث څخه سهواترسره شوى دي دمرحبا وکيل محيب الرحمن دقضايا هيئت څخه غوښتنه وکړه چې مرحبا کريمې اودهغي ځوي انتظار دي خوشي شي اوغلام غوث چې سهواَ تري قتل شوې د بند سزا ورکړل شي .
همدارنګه د مرحبا وکيل او مرحبا کريمې ياده فيصله ناسمه وبلله اود دريمې محکمې غوښتنه يې وکړه .
که څه هم چې دوژل شوي بلقيس خاوند انتظار له بنده خلاص شو،خوهغه هم دمور دخوشي کولو غوښتنه کوله، همدارنګه انتظار د مور د خوشي کيدو غوښتنه کوله او وويل چې قتل زما پلارغلام غوث کړي اود قانون له مخي دي سزا ورکړل شي,