د کليو د بيارغوني او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروگرام دوه پروژې پدې وروستيو کې د سمنگان په ولايت کي گټي اخيستني ته وسپا رل شوې.
د دې ولايت د ملي پيوستون پروگرام د مسوولينو دوينا له مخي په دې پروژو کې ديوه ټولنيز مرکز او د(٥٨٠٠٠٠) ليترو په ظرفيت د څښاک داوبو د يوي زيرمي جوړول شامل دي.
يادي شوي پروژې د ( ٢،٥٩٢٠٠٠) افغانيو په لگښت دملي پيوستون پروگرام له بود يجې بشپړي او څه د پاسه ( ٣٠٠ ) کورنۍ ترينه گټۀ اخلي .