د كندهار ښار په پنځمه ناحيه كښي د يوې درنې چاودني مخه ونيول سوه نوموړئ خبر د ملي امنيت رئيس جنرال محمد نعيم وايي چي د پنځمي ناحيې د معلمينو په كارته نومي سيمه كښي يې يو زرنج موټر سائكل چي دوې شل كېلويي د ګازو ډبې ، دوې شل كېلويي د چاودېدونكو توكو ډبې او يوه ډبه د پطرولو پكښي بار وې نيولئ او د يوې غټي چاودني مخه يې نيولې. نوموړي دا يادوني په داسي حال كښي كوي چي په كندهار ښار كښي دننه دوې ورځ مخكي كښي د ارغنداب پر ولسوال د يوه كورولا موټر په وسيله چاودنه سوې چي ولسوال ، زوى او يو ساتونكئ يې پكښي ووژل سوه.