د انګليسې د څو ډېرو مشهورو ناولونو ليكواله جاني آسټين، د ۱۷۷۵ د ډسمبر پر ۱۶ مه په هېمپشېر كې زېږېدلې وه، نوموړې د خپل مور او پلار له اتو اولادونو څخه اوومه وه.
پلار يې جورج آسټين ۶۰۰ يورو كلنى عايد درلودى، او په همدې يې ګوزاره كوله ، د دوى كورنۍ منځنۍ وه، او پلار يې نه شواى كولاى چې د خپلو لوڼو د واده لپاره ډېر څه وركړي او مرسته ورسره وكړي.
جاني د خپلو پنځو ورونو او كشرې خور كساندرا سره رالويه شوه، د نوموړې يو ورور ايډورډ يوه بډايه او بې اولاده سړي او د هغه ښځې د ځان كړ او له هغوى سره اوسېدى.
جاني له خپلو ورونو او خور سره ډېره نژدې وه، په ځانګړې ډول له كساندرا سره يې ډېره لېونۍ مېنه لرله. دواړو خويندو په خپل ژوند كې يو بل ته ډېر ليكونه وليكل او خپل د زړه خبرې يې په كې يو بل ته وكړې.
د جاني د ژوند په اړه چې نن سبا موږ كوم مالومات لرو ډېر يې د همدې ليكونو څخه لاسته راغلي دي، كه څه له بدمرغه يو شمېر ليكونه د جاني كشرې خور كساندارا د هغې د مړينې پر مهال وسوځل.
جاني آسټين په اكسفورډ او وروسته په يوه بورډينګ ( د شپې او ورځې) ښوونځي كې زده كړې كړې وې. په ۱۸۰۰ كې د هغې دوو ورونو په سمندري ځواكونو كې دنده پيل كړل، او د ناپيليون په جګړو كې يې برخه واخيسته، د سمندري ځواكونو ځينې څركونه د جاني په ناولونو لكه Mansfield park كې هم ليدلاى شو.
په ۱۸۰۹ كې د جاني ورور ايډورډ چاوټان ته كورنۍ وغوښتله، له ښاره په وتلې سيمه كې يې واړول او جاني هلته خپل ځينې لوى ناولونه وليكل.
ناولونه
د نوموړې نالونه د هغې د خپل ژوند انعكاس او انځورونه دي، دې خپل ټول ژوند د ټولنې له ځينو برخو څخه ليرې تېر كړ، د دې نژدې ملګري خپله كورنۍ او يا هم د ورته ټولنيز موقف څښتنان وو، ځكه خو يې په ناولونو كې يوازې دوې يا درې منځنۍ او يا هم بډايه كورنۍ ليدلاى شو.
همدارنګه د نوموړې ناولونه زياتره د كليوال او له ښاره ليرې ژوند په اړه دي، كوم چې د جاني زړه ته ډېر نژدې و.
د جاني په ناولونو كې په خپل زړه او سم واده كولو موضوع هم ډېره تر سترګو كيږي، د هغې په وخت كې د نر او ښځو دواړو لپاره واده كول ډېره غټه مسله وه، زياتره مهال به د واده پر وخت د يو بل پيسې او شتمنې هم په پام كې نيول كېده.
د يوې ليكوالې په توګه هغې هر وخت دغه ټكي غندلې، د ساري په ډول په Pride and Prejudice نومي ناول كې په هغې مور ډېرې ټوكې او ريشخند وهل شوى چې غواړې خپلې لوڼې د شتمنۍ په بدل كې واده كړي.
جاني پخپله هيڅكله واده و نه كړ،بېله يو څو د مينې له اړيكيو نه ټول وخت همداسې يوازې پاته شوه، نوموړې د خپلو ناولونو د لوبغاړو برعكس په واده كې هيڅ دلچسپي نه لرله.
د جاني د ناولونو زور په دې كې هم دى چې نوموړې دا وړتيا لرله چې د خپل لوبغاړي، او انساني اړيكيو تل ته تلله، كه څه هم له دې دواړو لږ ليرې پاته شوې وه.
هغې په ځانګړې ډول د خپل ځان غوندې د منځنۍ طبقې د ښځو د رول او غوښتنو په اړه وليكل او په دې برخه كې يې مرسته وكړه، همدارنګه يې د ښځو پر وړاندې ټولنيزو بنديزونو ته په ډېر شوخ انداز پېغور وركړ، او د ښځو د آواز په جګولو كې يې مرسته وكړه.
د جاني د ژوند پر مهال هم د هغې ناولونه ډېر زيات مشهور وو، د هغې د مرستندويانو څخه يو هم والټر سكاټ و چې د دې د ناولونو په اړه يې ويلي:
دغه ځوانه نجلۍ د دې پوره وړتيا او استعداد لري چې د عام وګړي احساسات بيان كړي، ما تر اوسه پورې داسې ليكنه نه ده ليدلې.
د برتانيې څلورم پاچا له نوموړې څخه غوښتنه وكړه چې د هغې يو ناول دې ده ته ډالۍ شي، يو ناول يې Emma هغه ته ډالۍ شوى خو پر دې سربېره جاني د پاچا خوا ته ډېر پام نه كوه او په هغه كې يې څه خاصه دلچسپې يې نه ښودله.
د جاني په اړه ادبي كره كتوونكى مارك ټوېن ويلې:
جاني آسټين؟ زه به يوازې دومره ووايم چې هر هغه كتابتون ښه دى چې د جاني يو اثر په كې پروت وي، كه څه هم په ټوله كتابتون كې بل كتاب نه وي.
جاني آسټين په ۱۸۱۶ كې د ۴۱ كلونو په عمر مړه شو، او په وينچسټر كې خاورو ته وسپارل شوه، د نوموړې په نوم دوه ميوزيمونه جوړ شوي دي، چې يو يې هغه ځاى دى چيرې چې دا اوسېدله.
په ۲۰۰۵ م كال كې د هغې Pride and Prejudice ناول د بي بي سي د رايې ټولونې له مخې د ټول وخت ښه ناول وټاكل شو.
جاني آسټين همدارنګه د خلكو د رايو له مخې په ۱۰۰ لويو برتانويانو او په ۵۰ هغه ښځو كې راغلې چې نړۍ ته يې بدلون وركړى.
آثار
• Sense and Sensibility چاپ ۱۸۱۱
• Pride and Prejudice چاپ ۱۸۱۳
• Mansfield Park چاپ ۱۸۱۴
• Emma چاپ ۱۸۱۶
• Persuasion چاپ ۱۸۱۸ (تر مړينې وروسته)
• Northanger Abbey چاپ ۱۸۱۸ (تر مړينې وروسته)