اسوشیټیډپریس په خپل تازه راپور کی لیکی چی کابل وایی ښایی د هغو معدنی موادو ارزښت تر ۳ ټریلیونو ډالرو هم واوړی چی امریکایانو په افغانستان کی تازه کشف کړي دي . مخکی امریکایانو ویلی وو چی د هغه ارزښت ممکن یو ټریلیون ډالره سی . د کابل د کانونو وزیر وویل چی غواړم یوه اوونۍ وروسته لندن ته ولاړ سم تر څو په بامیانو کی د اوسپنی د نوی کشف سوی کان لپاره پانګی ولټوم .
په دغو نوو معدنیاتو کی اوسپنه ، مس ، کوبالټ ، سره زر او تر ټولو مهم لیتیم دی چی امریکایی پوځ یې څلور ورځی مخکی د پیدا کېدو اعلان کړی و .